امریکا ولې د ایران له اټومی هوکړې ووته، د دې وتنې عواقب او احتمالې پایلې به څه وی؟

لیکوال: نصرت الله حقپال

ولسمشر ډونالد ټرمپ تیره سې شنبه )غویی ۱۸مه ۱۳۹۷( هغه نړیواله هوکړه ماته کړه چې د نړۍ له)۵+۱( قدرتونو – امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمنی، روسې، چین او اروپایی ټولنې له استاذو د اوه کلونو هڅو او ناندریو په ترڅ کې له ایران سره تر لاسه کړې وه. برجام )JCPOA ( هغه هوکړه وه چې په ۲۳/۴/۱۳۹۴ نیټهیادو قدرتونو له ایران سره لاسلیک او له مخې ایران خپل اټومی پروګرام بند او په بدل کې نړیوالو خپل بندیزونه له دې هیواد څخه لرې کړل.

امریکا ولې له برجام څخه و وته

ولسمشر ډونالد ټرمپ له تړون څخه د وتو په غونډه کې داسې وویل”زه نن اعلان کوم چې امریکا له هستوی تړون څخه وځی”.نوموړی داسې استدلال کاوه چې “برجام یو وحشتناک  او جزئی تړون وو چې هیڅ کله باید رامنځ ته شوی نه وای، دغه تړون آرامتیا له ځان سره نه لرله، سوله یې را نه وړه او نه به یې راوړې وای”. هغه همداشان و ویل” زما په اند د دې هوکړې له ټکنی او فاسد جوړښت سره هیڅ کله ممکن نه وه چې ایران اټومی وسلو ته له رسیدو راګرځیدلی وای او له ایران سره هوکړه په خپل ذات کې باطله ده. “

د دې تړون اروپایی غړو ډیره هڅه وکړه چې ټرمپ تشویق کړی ترڅو له دې تړون څخه و نه وځی، خو په دې هکله ټول غړی – فرانسه، جرمنی او انګلستان یو پر بل پسې پاتې راغلل. داچې ولې ټرمپ ټوله نړۍ ناراضه او دغه هوکړه یې څیرې کړه، دلایل یې په دې ډول دی:

۱ –د اروپایی هیوادونو ستره سوداګری: دې کې هیڅ شک نه شته چې د ایران اټومی پروګرام اصلی مخالف او خنډ د امریکا متحده ایالات وو. د ایران د اټومی پروګام په ضد مخکښ او وروستی پریکړه کوونکی هیواد امریکا وه او د دغه هیواد سیاسی، اقتصادی او نظامی فشارونه وو چې ایران یې دې ته اړ کړ تر څو د دې هوکړې لاسلیک کیدو ته حاضر شی. خو کله چې ایران له (۵+۱) هیوادو سره هوکړې ته ورسید، د امریکا متحده ایالاتو تمه داوه چې امریکایی شرکتونه به ایران سره سترې سوداګریزې راکړې ورکړې لاسلیک او په دغه هیواد کې به ستره پانګه اچونه وکړی. د تمې خلاف اروپایی شرکتونه مخته شول او په ایران کې سترې پانګه اچونې وکړی او له دې لارې په ملیونو ډالر ګټه ترلاسه کړه. اروپایی هیوادونو په تیر ۲۰۱۷ز کال کې، د ۱۲،۹ ملیارده ډالرو په ارزښت ایران ته صادارت او په همدې وخت کې د ۱۲،۲ ملیارده ډالرو په ارزښت واردات لرل چې عمدتاْ  وارداتی توکی تیل او نفتی مواد په بر کې نیسی.

ولسمشر ټرمپ یو سوداګر سړی ده،کله چې ټرمپ د یو سوداګر په توګه وکتل چې ایران امریکا معاملې ته اړ کړ، خو ګټه اروپایانو ویوړه. نو په دې فکر کې شو چې څنګه په ایران او د تړون په نورو غړو فشار راوړی ترڅو د تړون په موادو کې بدلون راوړی- داسې چې د اروپایی هیوادو په ځای، امریکا ډیره اقتصادی ګټه ترلاسه کړی. خو له ډیرو هڅو او ګواښونو سره سره، دغه پلان یې بریالی نه شو، نو بلاخره یې د وتو اعلان وکړ.

۲ – د اروپایی هیوادونو مشرانو ډیره هڅه وکړه تر څو د ټرمپ د دغه پلان مخه ډب کړی، خو کله چې ټرمپ د غویی په ۱۸مه اعلان وکړ چې امریکا له دې ټرون څه وځی، نو دغو هیوادونو سخت ټکان وخوړ او دا یی له خواشینۍ ډک عمل وباله. له دې سره جوخت، اروپایی هیوادونه په دې هڅه کې دی چې څنګه اروپایی لوی سوداګریز شرکتونه د امریکا له بندیزونو څخه خوندی کړی او له ایران سره یی لویې سوداګری ته ادامه ورکړی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان تیره پنج شنبه له یوې فرانسوی خبری رسنۍ سره په خبرو کې چې د اروپایی شرکتونو د ګټو خوندی توب ته یېایشاره  کوله  وویل “اروپایی هیوادونه باید د خپلو سوداګریزو شرکتونو د ګټو د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیسی او په دې اړه له امریکا سره جدی مذاکرات وکړی.

تیره چهارشنبه)غویی ۲۰مه( اروپایی مشران به بروکسل کې راټول شول ترڅو داسې نوی قوانین اومقررات رامنځ ته کړی چې په ترڅ کې هغه اروپایی شرکتونه چې له ایران سره سوداګریزه ورکړه راکړه لری، د امریکا له بندیزونو او فشارونو خوندی کړی. اروپایی هیوادونه د دې ډول تقنینی عمل پخوانی تجربه لری – کله چې په ۱۹۹۶ز  کې چې امریکا په کیوبا ، لیبیا  او ایران بندیزونه ولګول، خو اروپایی هیوادونو د یو تقنینی ګام په ترڅ کې ټول هغه اروپایی شرکتونه د دې بندیزونو له اغیز څخه خوندی کړل چې له یادو هیوادو سره سوداګریزه معامله لرله. نو د دې ډیر احتمال شته چې یوځل بیا د خپلو ګټو د خوندی توب په موخه ورته ګامونه پورته کړی.

۳ – له ټاکل شوی حد نه تیریدل: امریکا منځنی ختیځ په داسې ډول اداره کوی چې هر سیمه ییز لوبغاړی باید له ټاکل شوې کرښې تیر نه شی او په روانه لوبه کې ټاکل شوې کرښې ته جدی پاملرنه وکړی.

د منځی ختیځ مهم لوبغاړی –سعودی عربستان، اسرائیل، ایران او ترکیه په داسې ډول باید مخته لاړ شی چې هیڅ کله د بل د نابودی سبب نه شی. امریکا خپلې ګټې او منځنی ختیځ د یادو هیوادونو په مستقیم او غیر مستقیم همکاری سره اداره کوی. ایران له هستوی هوکړې وروسته او له هغې ړومبیپه سیمه کې داسې  مخته ولاړ چې په سیمه کې تر هغې ډیر اغیزمن او د نفوذ کچه یې لوړه شوه چې امریکا ورته ټاکلې وه. نو په دې موخه چې ایران  بیرته خپل اصلی ځایګی ته را ورګرځی، اړتیا ده چې یو شمیر سیاسی، اقتصادی او نظامی فشارونه پرې راوړل شی. اوس د سعودی عرب او تر یو بریده د اسرائیلو وخت رارسیدلی چې وده وکړی. نو هستوی تړون څخه د امریکا وتل په دویمه درجه کې، په همدې موخه تر سره شو.

له برجام څخه د وتلو عواقب

۱ – په امریکا بې باوری: برجام او هره نړیواله هوکړه چې کله د هیوادونو ترمنځ د رسمی تشریفاتو او اجراآتو په ترڅ کې رامنځ ته کیږی، نو له اجرایوی ضمانت څخه برخمنه او ټول لوری یی په مراعت کولو باندې مکلف وی. برجام هم له ټولو حقوقی او قانونی شرایطو او تشریفاتو څخه برخمنه هوکړه وه چېټولو لورو باید رعایت کړې وای، او که چرته کوم لوری تخطی کوله، نو بیا د امنیت شورا او خاص میکانیزمونه ورته پیشبینی شوی وو چې څه ډول هغو تخطیو ته رسیدنه وشی. امریکا په یو اړخیز ډول دغه هوکړه ماته او هیڅ ډول نړیوال قوانین او ډیپلوماتیک دود یې په نظر کې و نه نیوه، چې دا په راتلونکې کې په نړیوالو او بین المللی تړونونو کې د امریکا اعتبار او حیثیت ته سخت زیان رسولی شی. ځکه چې هیڅ هیواد/سازمان دغه باور نه شی کولی چې ګنې امریکا به خپلو ژمنو ته متعهده پاتې شی او تړون به نقض او یا هم فسخ نه کړی.

۲ – د ټولې نړۍ هیرول: امریکایی دولت د برجام هوکړې په ماتولو سره ټولې نړۍ ته شا کړه او له دغه تړون څخه و وته. پهنړیواله کچه له اسرائیلو، په منځنی ختیځ کې د امریکا له لاس پوڅو )سعودی، امارات، بحرین( پرته، په یوه خوله د امریکا دغه عمل وغانده او هغه یې د منځنی ختیځ سولې او ثبات ته ستر ګواښ وګاڼه. دې کار سره به له یوې خوا امریکا ګوښی کیدو خوا لاړه شی او له بل لوری به خپل متحدین او ملګری له لاسه ورکړی. که څه هم چې اوسنۍ امریکا په هغه حالت کې نه ده چې څه غواړی هغه په خپل سر وکړی، خو په نسبی ډول ځینې کړنې اوس هم په یکه تاز ډول کوی  او د خپلو ملګرو او سیالانو پروا نه ساتی، خو په اوږدمهاله توګه امریکا د خپلو ملګرو په وړاندې بې باوره کولی شی. له دې سره – سره، له دغه واقعیت څخه څوک سترګې نه شی پټولی چې امریکا د ۱۹۹۰ – ۲۰۰۵ کال خپل سریو او یکه تازیو څخه لویدلې ده.

ایران

د برجام تر ټولو ستر زیانمند هیواد ایران دی. د برجام تړون ایران ته سترې اقتصادی او سوداګریزې ګټې لرلې او د دغه هیواد اصلاح غوښتونکو واکمنو دغه هوکړه زان ته د یوې سترې لاسته راوړنې په توګه ګڼله.

که څه هم چې ایران د برجام په مسئله کې تاریخی تیروتنه وکړه او دغه هیواد  ته په کار وه چې یاد تړون یې اصلاً لاسلیک کړی نه وای. که چیرته ایران د یو سیمه ییز قدرت په توګه خپل اټومی پروګام ته ادامه ورکړې وای او بلاخره د اټومی وسلو لرونکو هیوادونو په کتار کې دریدلی وای، نو بیا به دغه هیواد د یو ریښتنی او انکار نه کیدونکی ځواک په توګه پیژندل شوی وای.

ایران دوه تاوانه وکړل – یو داچې خپل هیبت او حیثیت یې په کور دننه او بهر له لاسه ورکړ او بل داچې له خپل اټومی پروګرام څخه لاس په سر او کلونه وروسته پاتې شو. که چیرته د ایران دولت دغه هوکړه نه وای لاسلیک کړې او د غربی قدرتونو فشارونو ته یې اوږه ورکړې وای، نو ډیر ژر وه چې اټومی وسلو ته لاسرسی پیداکړی او هغه وخت به نهامریکا او نه کوم بل هیواد په دومره بی غوری او سپکاوی  ور سره چلند کاوه. امریکا او د نړۍ )۵+۱( قدرتونه هیڅ کله  نه غواړی چې په اسلامی خاورو کې شته هیوادونه دې د اټومی وسلو څښتنان شی او په دې برخه کې ټول سره یوه خوله دی.

ایران ته خو پکار وه چې هر ډول فشار یې زغملی وای او اټومی وسلې ترلاسه کړی وای، اوس چې هغه فرصت تللی، یو ځل بیا هیمت وکړی او د برجام تړون دې څیرې – څیرې او خپل اټومی پروګرام دې څو ځله ګړندی له سر پیل کړی.

دیدگاه are closed.

هشت صبح در شبکه‌ اجتماعی فیسبوک