ټاکنو کې ګډون ولې اړین دی؟

روح الله احمدزی

انسان د خودمختاره  موجود په توګه په بیلابیلو برخو کې د خپل ځان لپاره  د ټاکنې  او غوراوی دنده په غاړه  لری، حق لری چې خپل برخلیک په خپله وټاکی او په هغو پریکړو کې چې  ده او د  ده له راتلونکې او کورنۍ  سره په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول تړاو لری، ګډون وکړی. ځینو ته کیدای شی دغه با ارزښته حق چندان اهمیت ونه لری، خو  باید په یاد ولرو؛ هغوی چې په ځانګړې توګه  سیاست او قدرت ته  رسیدو لپاره هلې ځلې کوی او ور سره سرو کار لری، کولی شی د دوی  ژوند د پام وړ اغیزمن کړی.

وګړی او ټولنه حق لری چې د خپل  ژوند کولو او  ژوند لارو چارو ټاکلو لپاره  په  اوس او راتلونکې کې  پریکړې وکړی او ټاکنې هغه میکانیزم دی چې  ملتونو سره مرسته کوی چې د دغه حق په تر لاسه کولو کې ګړندی شی، موږ باید باور ولرو چې ټاکنې د ټاکلو له میکانیزم څخه ډیر زیات د غور وړ دی، ځکه چې ټاکنې د خلکو  د خپلواکې ارادې  ښکارندوینه کوی، دا چې خلک له بیلابیلو خنډونو او امکاناتو سره لاس او ګریوان دی  او  د دوی د اختیاراتو ټکونه تر اغیزې لاندې راولی د یوې غورې ټاکنې لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کول اړین دی او له ټولنې څخه د غوره کس ټاکل د رای ورکونکو په پوهاوی پورې اړه لری.

په ټوله کې  ملتونه او حکومتونه  ټاکنې  ددې لپاره تر سره کوی چې ملتونه او حکومتونه عامه  منافع او عامه توکو ته په اسانۍ او  ښه توګه لاس رسی وکړی، تر څو وکولای شی د ژوند حال او راتلونکی بحرانونه، ستونزې او ننګونې  کنټرول  او د ودې، پرمختګ او پایداره ثبات لپاره ډاډمن اووسی. دغه راز دغه  لړۍ  دا په ډاګه کوی چې سیاسی برابری او  انسان ته  فردی  آزادی  ورکول د ټولنۍ پایښت او ځان بساینې په لور یو له هیلو او عمل څخه  ډک ګام دی. له سیاسی لوری په  فردی آزادی کې ( د ټاکل کیدو آزادی، د ټاکنې آزادی او د بیان آزادی شامل دی) او سیاسی برابری د ټاکنو حقوقی اساسات جوړه وی، له دغو آزادیو پرته ټاکنې د ملی آزادیو ښکارندوینه نه کوی او ملی حاکمیت په نسبی توګه هم امکان نه لری پلی شی.

که چیرې په یو هیواد کې د رایو ورکولو لپاره  په شرایطو برابر کسانو اکثریت برخه د ځینو دلایلو له کبله  او یا په خپله خوښه په ټاکنو کې ګډون ونه کړی، ټاکنې خپل مشروعیت له لاسه ورکوی. په ټاکنو کې د ټولنې د  اکثریت  وګړو نه ګډون د ټاکنو عمومی توب اړیکه او مشروعیت ډیر روښانه  په ډاګه کوی، ځکه چې په ټاکنو کې نه ګډون بې له کوم دلیل او علت څخه نه دی.  له ټاکنو سره د پرې کون او نه ګډون اصلی علتونه د ټاکنو نه عمومی والی یا د سراسری ټاکنو نه تر سره کیدل، د آزادو او خپلواکو  ټاکنو نه تر سره کیدل ، د عادلانه ټاکنو نه تر سره کیدل او په ټاکنیز بهیر کې د فساد شتون هغه عمده علتونه دی چې د ټاکنو بهیر سره  د خلکو د ګډون، بې علاقه توب او پرېکون سبب ګرځی.

سرتاسری یا عمومی ټاکنې:

ملی ټاکنې باید عمومی او سرتاسری وی ترڅو ټول هغه وګړی چې په ټاکنو کې ګډون کوی، د دوی اوسنی او راتلونکی ژوند تر اغیزې لاندې راولی.د پریکړې نیول او ټاکنې له یو بل سره ډیرې کلکې او نیږدې اړیکې لری، ځکه چې له یو لور ټاکنه خپله یوه پریکړه ده او  له بل لور ټاکنې ددې لپاره ترسره کیږی چې خلک خپل استازی د پریکړو او تصامیمو د نیولو لپاره وټاکی. 

د ټاکنو سرتاسری توب او د ټاکنو مشروعیت له یو بل سره نه بیلېدونکې اړیکې لری، د ټاکنو عمومیوالی له دوو مادی او معنوی لارو تامین یدلی شی. له مادی پلوه  د محیط شرایط او د امکانات د برابرولو شتون اړین دی او له معنوی پلوه د ټاکنې د حق عمومی والی او عامه پوهاوی اړین دی. د عمومی ټاکنو د ترسره کولو لپاره اړینه ده چې ټولو هغو اوسیدونکو ته چې د رایې ورکولو لپاره په شرایطو برابر دی د رایې ورکولو لپاره ورته اسانتیاوې برابرېِ شی دغه راز دوی ته باید د ټاکنو په اړه  پوره مالومات ورکړل شی  څو په ښه توګه ټاکنه وکړی.

آزادې او خپلواکې  ټاکنې :

په هغو هیوادونو کې چې نافذه  قانونین تر پښو لاندې کیږی او د قانون  د حاکمیت پر ځای  قدرت قانون اوسی د آزادو ټاکنو تر سره کیدو هیڅ تمه نه کیږی ، په داسې ټولنو کې د ټاکنو محدودیت، د قانونو پیچلتیا، کورنی او بهرنی عواملو  رایې ورکونکو ته دا باور ورکوی چې هر څه له پخوا تعیین اوټاکل شوی دی، ددوی شتون سمبولیک دی. دغه راز دوی نشی کولای چې د نوماندانو ترمنځ ټاکنه وکړی، په ورته وخت کې د دوی له منځه ځینې  اړ کیږی چې له هغو خلکو سره اووسی چې له پخوا ټاکل شوی دی، او دغه حالت ته موږ نه شو ویلی  چې ټاکنې آزادې تر سره شوې دی.

عادلانه ټاکنې:

په عادلانه ټاکنو کې خلک په مساویانه ډول خپل ټاکنیز فعالیتونه تر سره کوی په داسې ډول چې د هیڅ چا پر وړاندې خنډونه ونه اوسیږی. همدارنګه د ټاکنو عادلانه توب هغه وخت ښکاری چې د رایې ورکولو او ټاکنې حق په داسې شرایطو کې  برابر شی چې هیڅ ډول تبعیض او بې عدالتی ونه اووسی.

د ټاکنو بېطرفانه اداره ، د رایې ورکول حق او د رایې ورکولو مرکزونو ته لاس رسی ، هم مهاله د  رسنیو په وسیله راپور ورکول ،  د ټاکنیزو مبارزاتو یا سیالیو سرچینو ته په برابره او بې له تبعیض څه لاس رسی، په پراخې او روڼتیا څخه ډکې فضا کې د رایو شمیرنه ، د حکومت ، پولیسو، سرتیرو او قضایې قوې له لوری له  کاندیدانو ، رایې ورکونکو او احزابو سره له تهدید پرته یو ډول چلند د عادلانه ټاکنو او د خلکو د پراخ ګډون اصلی عناصر دی.

په ټاکنو کې فساد:

په ټاکنو باندې د  کورنی حاکم  قانون څخه سر غړونه فساد بلل کیږی، په ټاکنو کې فساد نه یوازې د دریمې نړۍ هیوادونو لپاره سرخوږی دی، بلکې لوی ډموکراټیکو هیوادونه هم له دغې شومې  پدیدې سره لاس او پنجه نرمه وی. د خلکو د باور تر لاسه کولو لپاره اړینه ده چې د  فساد مخنیو لپاره  د ټاکنو قانون کې سمونه راشی  ، د برښنایی تذکرو ویش او  د ډیټابسونو جوړول کولی شی  په ټاکنیزو بهیرونو کې د خلکو ونډه ډیره کړی.

پایله:

په ټاکنو باندې بحث دا ښکاره کوی چې د خلکو د حاکمیت د تامین ولو تر ټولو ښه میکانیزم ټاکنې دی. دغه راز ټاکنې د اکثریتونو او اقلیتونو تر منځ، بې اساسو جنجالونو او کشمکشونو ته یو ښه او کوټلی ځواب وړاندې کوی. اوس نو په ډیرې اسانۍ سره موندلی شو چې ټاکنې هغه میکانیزم دی چې په وسیله یې  اداره ، لوېې پریکړې او  لوړ مشرتابه مقامات ټاکل کیږی او  په نهایت کې ډموکراسی د ټاکنو نه پرته شتون نه لری.

له بده مرغه په هیواد کې د شته نامنۍ او ناخوالې، د لسیزو راهیسې کورنیو جګړو د بیلابیلو کلتورنو سره د خلکو مخامخ یدل د خلکو پر عامه پوهاوی او د  هویت پر وړاندې  د مسوولیت حس سخت ټکنی کړی دی، او  له یوه نامالومه برخلیک سرهمخ  دی. د عامه پوهاوی کچه تر خپل وروستی حد ټیټه شوې  ده، په مهم ملی مسایلو او  پروسو کې د خلکو کمه علاقمندی او کم ګډون دا په ګوته کوی چې تر اوسه خلک په دې باورمند نه دی چې ددوی ګډون په ملی پروسو کې  دقدرت مشروعیت او په لویو پریکړو او تصامیمو کې ددوی ونډه ښی.

د هیواد ډموکراټیکول او د ملی پروسو وړل  د ډموکراسۍ  پرلور د افغانستان په بیلابیلو سیاسی، اقتصادی، امنیتی او ښونیزو برخو کې د  پرمختګ او ودې سبب کیږی. خو له بده مرغه دغه پروسه تل د تروریستو ډلو او د دوی د بهرنیو ملاتړ کونکو  له قهر او دوښمنۍ سره مخ شوې ده او د خپلو شومو ویجاړونکو او تروریستی پلانونو په لاره اچولو سره په دې لټه کې دی چې دغه با ارزښته او برخلیک ټاکونکې پروسه ټکنۍ او زیانمنه کړی.

Comments are closed.