د هوا پېژندنې اداره وایی. د تېرو کلونو په پرتله لږ ورښت شوی

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وایی، سره له دې چې لا هم د نورو ورښتونو هیله شته خو سږ ژمی د تېرو دوو ژمو په پرتله په سلو کې ۳۰ لږ واوره او باران اورېدلی دی.

دې ادارې نن /شنبه/ وویل چې په متوسط ډول سږ کال د تېرو کلونو په پرتله وچ دی او د ورښت اندازه ۳۰ سلنه کم دی خو هیله لری چې په روان حوت او حمل کې به ورښتونه وشی.

دوی په عین حال کې د ورښتونو پر کمښت اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې په سالنګونو او نورو غرنیو سیمو کې د تېرو کلونو په پرتله لږ واورې اورېدلی دی.

د هواپېژندنې د ادارې رییس سید رضا موسوی وویل، د ژمی درېمه میاشت نیمایی ته په نژدې کېدو ده خو د ورښتونو خونده نشته.

ده تېره میاشت د ورښتونو له نظره غنییمت وبلله.

د سالنګونو اوسېدونکی وایی چې په تېرو کلونو کې به دا وخت په سالنګ کې ۳ یا دوه او یا لږترلږه یو متر واوره پرته وه خو سږ کال یوازې ۵۰ سانتۍ واوره اورېدلې ده.

د چاپېریال ساتنې ملی اداره هم د ورښتونو پر کموالی اندېښنه ښیی او وایی چې د وچکالۍ وېره شته.

نن سبا د تېرو کلونو په پرتله په سالنګ سین کې هم اوبه ډېرې لږ دی.

Comments are closed.