په سعودی کې ښځو ته د ډرایورۍ د اجازې په پلمه

ددې اونۍ په پیل کې په سعودی عربستان کې عملا ښځو د موټر چلولو اجازه تر لاسه کړه.

ښځو ته د موټر چلولو اجازه اصلا تیر کال د سعودی د ولیعهد محمد بن سلمان د اصلاحاتو د پلان په لړ کې ورکړل شوې وه. خو ددې پریکړې عملی کیدل دغلته د شنبې د ورځې راهېسې پیل شول او په هماغه لومړۍ ورځ په ګڼ شمیر کې ښځې د سعودی عربستان پر سړکونو د موټر چلولو په حال کې ولیدل شوې.

د سعودی رسنیو یوه ورځ وروسته وویل چې په لسګونو زره سعودی ښځو د موټر چلولو د لایسنسونو غوښتنلیکونه سپارلی، همدارنګه په دې هیواد کې هغه شرکتونه چې په کرایه موټر ورکوی، د ښځینه مشتریانو سره د راکړې ورکړې لپاره د ښځینه کارمندانو په لټه شول. بل خوا په ټول سعودی عربستان  کې  ښځو ته د ډرایورۍ پر مهالد ترافیکی اصولو او خوندیتوب د اصولو په اړه د پوهاوی پراخ کمپاین پیل شو چې لا هم روان دی.

سعودی عربستان او افغانستاند دودیزو او مذهبی اصولو له پلوه سره ډیرې ورته ټولنې دی. په دواړو هیوادونو کې په عنعنوی توګه ښځې زپلې او په دواړه هیوادونو کې خلک دودپالی دی.

په افغانستان کې د ښځو د ډریوارۍ په اړه په قوانینو کې کومه ستونزه نه شته او قوانینو ښځو ته دا اجازه ورکړې چې موټر ولری او ډرایوری وکړی. نا امنی او نورې په امنیت پورې تړلې ستونزې هم که وی نو د سړیو او ښځو دواړو په وړاندې دی.  په افغانستان کې دا مهال د خلکو سره د شخصی موټرو کمی هم نه شته او د هغو ښځو شمیر هم کم نه دی چې له کوره بهر کارونه کوی او کولی شی چې خپل موټر ولری او خپله د خپل کار تر ځایه ډرایو وکړی.

خو له دې سره هم هیڅ ښځه د کابل او یا د افغانستان په کوم ښار کې موټر چلولو ته زړه نه ښه کوی. هغه ښځې چې په کابل کې ډرایو کوی هم د ګوتو په شمیر دی او ګڼې ستونزې یې په ځان منلی دی.

ولې په سعودی عربستان کې په زرګونو ښځې ددوی پر موټر چلوونې د بندیز له لرې کیدو سمدستی وروسته سړکونو ته راوتلی شی خو په افغانستان کې چې قوانینو ښځو ته اجازه هم ورکړې بیا هم ښځې نه شی کولی چې په ازادانه توګه په سړکونو د موټر چلولو په حال کې څرګندې شی؟

څو علتونه یې  د یادونې وړ بولم.

هماسې چې مخکې مې وویل سعودی او افغانستان دواړه دودیزې او مذهبی ټولنې دی، خو د خلکو ښه اقتصاد، امنیت او رفاه هغه څه دی چې د سعودی عربستان ټولنه یې لری او افغانستان کې له بدمرغه چې دا شیان نه شته.

په افغانستان کې د امنیت، ښه اقتصاد او هوساینې نشتوالی که په مجموعې توګه ټوله ټولنه اغیزمنه کړې خو د ښځو پر ژوند یې تر ټولو بده اغیزه کړې ده. ددوی محرمیتونه او ستونزې یې سیوا کړې او له دوی یې لا زیاتې محدودې چاپیره کړی.

بل توپیر د زده کړو دی. په سعودی عربستان کې ددې هیواد د سلطنتی نظام د ټولو محددیتونو سربیره تعلیم او زده کړې عامې دی. دغلته په پراخه پیمانه ښځې او سړی  دواړه د تعلیم او زده کړو له نعمت څخه برخمن دی. د خلکو د پوهې او تعلیم د کچې لوړوالی مرسته کړې چې د سعودی ځوان ولیعهد محمد بن سلمان د اصلاحاتو هغه پلان چې له تیر یو کال راهیسې یې پیل کړې په اسانۍ او کامیابی عملی کړی شی.  زموږ په هیواد کې بیا د اصلاحاتو په اړه پلانونه، هڅې او خبرې ډیرې  او له کلونو راهېسې کیږی، خو موږ د یوې ټولنې په توګه په داسې یو موقیعت کې یوو چې په ګڼو برخو کې د اصلاحاتو منلو ته چمتو نه یوو. پر موږ قوانین نه بلکې زموږ عامه ذهنیتونه واک چلوی.

دا سمه ده چې موږ ته ګڼې ستونزې له ترهګرۍ،  نا امنۍ او بې وزلۍ پېښې دی، خو دا هم باید ومنو چې موږ خپله هم پر یو بل هوسا ټولینز ژوند سخت کړی دی. په موږ کې ډیر هغه چې په ښارونو کې اوسې او ځان د متمدنې نړۍ قوانینو ته ژمن بولی لا هم په بشپړه توګه دې ته چمتو نه دی چې د یو مدنی انسان په توګه ښاری کلتور ومنی او یا خپل شا او خوا خلک ډاډمن کړی چې ضرر نه ورسوی.

دا ستونزه هغو ډیره ښه درک کولی شی چې په افغانستان کې د یوې داسې ښځې په توګه ژوند کې چې له کوره بهر زده کړې او یا کار کوی.  زموږ د ښارونو هر دویم نارینه دا خپل حق ګڼی چې په لارو کوڅو کې روانې ښځې وځوروی.

زه څو تنه داسې ښځې او نجونې پیژنم چې په یو وخت یې  په کابل کې د موټر لرلو او موټر چلولو پریکړه کړې وه، څو ورځې یې موټر هم وچلوه، خو ډیر زر د ښار د پولیسو، ترافیکو، نارینه موټرچلونکو او لارویو ناسم چلن، سپکو سپورو، او پرزو  اړ کړې چې د تل لپاره له ډرایورۍ سره خدای پامانی وکړی.

د سعودی عربستان ښځو ته د مبارک وی چې کلونه وروسته یې ددې اجازه تر لاسه کړه چې د معاصر ژوند اهمه وسیله (موټر) په خپله وکارولی شی. د افغانستان ښځې دې صبر وسیله کړې. د ټولنې اوسنیو شرایطو ته په پام ښایی کلونه ونیسی چې زموږ په ښارونو کې ښځې  ولیدل شی چې په ډاډه زړه په واټونو موټر وځغلوی.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا
بستن