د اطرافو او شاهراه امنیتی پوستې، د ستونځو حل او که یې لامل؟

حبیب الله امین

لویې او فرعی تجارتی او امنیتی لارې د ملی پولیسو، شاهراه پولیسو، سرحدی ځواکونو او ملی اردو د کنډکونو په مرسته ساتل کیږی او همداراز د پولیسو د قانون پراساس، پولیس د عامه نظم د امن تأمینولو او ساتلو دنده پرغاړه لر او په سرحداتو کې د ګمرکاتو قطعې د بندرونو څخه ساتنه کوی؛ چې د ملی امنیت لوی ریاست، د فساد پر وړاندې د مبارزې عالی اداره، د لویې څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت د کشف او استخباراتو ریاستونه یې پر چارو څارنه کوی.

همدا شان په اطرافو کې امنیتی پوستې د عامه نظم، د قانون تنفیض او د مخالفینو پر وړاندې مبارزه کوې؛ خو کله ناکله ملکی خلکو، مالیاتی سیسټمونو، او حتی دفاعی او امنیتی سکټور ته سرخوږی جوړوی چې لامل یې په سیسټم کې تخنیکی ستونځې دی. مثلآ که په یوه پوسته کې ۲۰ سرتیری ګمارل شوی وی، معمولآ ۵ یې رخصت، مریض، او یا خالی بست دی، نو پاته ۱۵ په یوه نقطه کې اوسیږی؛ چې د دښمن د څو طرفه برید په صورت کې یا ژوبل کیږی او یا قربانی کیږی.

د یادو ستونځو د حل لپاره د امنیتې پوستو سټراټیژک موقعیتونه باید هر اړخیز تحلیل او د مثلت(امنیتی پرسونل پر دریو برخو ویشل) په شکل جوړ شی ترڅو د برید پر وخت امنیتی پرسونل یو طرف جګړه او دوه نور طرفه دفاع وکړی چې د سقوط او تلفاتو کچه ټیټه شی. غوره بیلګه یې د کندهار-هلمند پر لویه لار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له لورې عملی شوې وه.

په شاهراه او اطرافو کی نظامیان د ملکی خلکو د خوراکی توکو څخه په استفادې او یا د خوراکی توکو قرارداد کوونکی، د دې لامل ګرځی چې دوی د مسمومیت او نفوذی پوښښونو ښکار شی. همداراز په امنیتی پوستو کې د غیر بایومټریک سربازانو شتون؛ په نشه یې توکو د روږدو سرتیرو ګمارل، نفوذی بریدونو او د پوستو سقوط ته لاره پرانیزی چې تر ډیره بریده دا ستونځه په سیمیېزو پولیسو، سیمیېز اردو او ملی پولیسو کې محسوسیږی، د یادو ستونځو د هواری په موخه د کشف او استخباراتو ادارې د طرزالعملونو و تغییراتو ته اړتیا ده ترڅو خیالی سرتیری، نفوذی عناصر، او د روږدو سرتیرو د ګمارنې، مخنیوی وشی. په همدې ډول، په امنیتی پوستو کې د تلفاتو د کموالې په موخه اړینه ده چې د روانی او جاسوسی جګړې، او نفوذی عناصرو سره د مبارزې په موخه لمړنی استخباراتی تعلیمات، عقیدتی او فرهنګی چارې، منظمی او چټکی کړی او په زیانمنو سیمو کې سرتیرو ته اړوند دوامداره تعلیمات ورکړل شی ترڅو د لویو لارو پولیس، سیمیېز پولیس، سیمیېز اردو او ملی پولیسو په تشکیلاتو کې د روږدو سرتیرو دوامداره څارنه او درملنه، نظامی تأسیساتو او پوستو ته د غیر نظامیانو تګ، تأمیناتی او اعایشوی څانګو کې شته ستونزې، او اړوند مسایل مدیریت کړی.

همدا راز د هرې سیمې د جوړښتونو پیچلتیا د هر اړخیزې مطالعې او تحلیل وروسته د شاهراه او اطرافو امنیتی پوستو د ظرفیت لوړوالی لپاره اړینه ده چې ځانګړې تعلیماتی بسته ترتیب کړل شی ترڅو سرتیرو ته د انسانی حقوقو، انسانی حرمت، انسانی امنیت، نظامی-ملکی غیر سنجیده اړیکی، کم عمره سرتیری د جذب مخنیوی، د ملکی خلکو ځورونی، نظامی تجهیزاتو څخه د ناوړې استفادې مخنیوی، استخباراتی او روانی جګړو پر وړاندې، تعلیمات وړاندې کړی.

د اطرافو په امنیتی پوستو کې د استخباراتی تعلیماتو لږوالی، او په قومی اختلافاتو کې د امنیتی پوستو شکیلتیا پر امنیتی سیسټم منفی تاثیرات او د پوستو د سقوط لامل شوی دی چې د حل لپاره یې د سیمیېز اردو، سیمیېز پولیس او ملی پولیسو په تشکیلاتو کې په سیمیېزو، قومی، قبیلوی، حزبی، ټیمی رقابتونو، او فولکلوریکو(بچه بازی، د موسیقی بانډارونه، او غیر اخلاقی میلی) مسایلو کې، نه دخالت او په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت او حاصلاتو څخه د امنیتی پوستو د باج اخیستلو څارنه، همداراز د ملی دفاع، کورنیو چارو وزارتونه او د ملی امنیت لوی ریاست د استخباراتو څانګو کې سندونو او نظامی-ملکی سټراتیژیکو اړیکو طرزالعملونو ترتیبولو ته اړتیا شته.

د دولت د امنیتی پوستو او د مخالفینو نظامی ګروپونو په تجهیزاتو کې عدم توازن ( مخالف لوری سنایپر وسلې کاروی، پیره دار په نښه کوی، او وروسته پر پوسته برید کوی) او چریکی ترور لویه ستونځه ده، د مخنیوی لپاره یې اړینه ده تر څو امنیتی پوستې په پر مختللو تجهیزاتو سمبال کړی او پر تعلیماتو، پوهاوی، اطرافو کې د معتمدانو د اړیکو څارنه او تغییرات، همدا شان پر ځینو ګنګو مسایلو هر اړخیز تحقیقات کول، مثلآ: د مخالفینو لاس ته ورغلی تجهزاتو د څارنې لپاره دې ځانګړی طرزالعمل جوړ شی تر څو له لاسه تللې تجهیزات بیرته لاسته را وړل او یا تخریب کړل شی، هغه وسایط چې ګاونډیو هیوادونو ته قاچاق شوی دقیق ارقام معلوم کړو او د همدغو تجهیزاتو په وسیله پر دفاعی او امنیتی تأسیساتو، او نظامی کاروانونو د برید مخنیوی وشی.

پر لویو لارو د تجارتی توکو څخه غیر قانونی پیسې اخیستل پیچلې مسئله ده چې د ګمرکاتو قطعې، د شاهراه پولیس، د ګمرکاتو سیارې ادارې، محلی مقامات، داخلی او خارجی مافیا، سیاسیون، تجاران او د ګاونډی هیوادونو استخباراتی څانګو لاس لرل پکښې شکمن دی چې د هرات-کابل شاهراه ستونزه او لاریون یې روښانه بیلګه ده. د دې مسئلې د حل په موخه باید ژور تحقیق، تحلیل وشی او د دفاعی او امنیتی سکټور ګډه کاری کمېټه او طرزالعمل جوړ شی؛ ترڅو یادې ستونځې حل او د شاهراه منظم مدیریت وشی.

د APPS ستونځې هر اړخیز حل به د نفوذی عناصرو، کم عمر لرونکې او خیالی سرتیرو مخنیوی، د تلفاتو او اسیرو سرتیرو معلومات، د بست او رتبې تر مینځ تناسب، معاشات، او مالی شفافیت را مینځته کړی، همدا ډول د یو واضح طرزالعمل پر اساس اړینه ده د سرتیرو د جلب و جذب، رخصتیو، ټپیانو، شهیدانو، خالی بستونو، غیر حاضرو، معلولینو، معیوبینو او د تقاعد پروسې لپاره ډېټابیس جوړ کړل شی ترڅو شفافیت، عدالت، او د یو منظم امنیتی سیسټم، موجودیت تضمین کړی.

په پایله کې څو اړین وړاندېزونه کوم ترڅو د یو سټراټیژیک پلان پر مټ لمړی د شاهراه مدیریت د ګډ ماموریت(د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملی امنیت لوی ریاست) په مرسته تر سره شی، د فرعی لارو نه د قاچاق مخنیوی او د ګمرکاتو د ساتنې قطعې د مسؤلینو د ملکیتونو حقیقی ثبت او دوامداره څارنه وکړی. په دویم پړاو کې د ګمرکاتو عواید دې د خصوصی سکټور او ټیکنالوجۍ په مرسته جمع کړل شی.

په اطرافو کې د امنیتی پوستو پر فزیکی، محتوایې او تجهیزاتی جوړښت دې هر اړخیز تحقیقات ترسره شی او د هیواد اعلی سر قوماندان دې د ملی دفاع وزارت ته په اطرافو کې د امنیتی پوستو پر کړنو د څارنې صلاحیت ورکړی ترڅو ملکی تلفات، د ملکی وګړو ځورونی، دولتی او عامه شتمنیو غصب، او په غیر قانونی کړنو کې د پولیسو د دخالت مخنیوی وشی چې دا چاره به له یو اړخه د هیواد دفاعی اوامنیتی سکټور، او ملکی خلکو ترمینځ د همکارۍ، همږغۍ او باور د پیاوړتیا سبب شی، او بل پلو ته به د افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې شعار په نړیواله کچه پیاوړی کړی.

دکمه بازگشت به بالا