ستا خوږه ژبه، کره ضامن او لنډه وعده

ډاکتر عدنان احمد

وايي په بازار کې يوه سړي غږ وکړ، چې «که چا پنځوس زره روپۍ رانه کړې، څه او څه يې وکړم. د قيامت پر ورځ يې بېرته ورکوم او ضامن مې دغه امسا ده». بل سړي ورته وویل، چې بالکل سم واياست، تاسې دومره خوږه ژبه کاروئ، دومره لنډه وعده او دومره کره ضامن ورکوئ؛ نو چې نه يې درکوي، پړه به وي.

زموږ د هېواد حاکمه ډله هم همدغه سړي ته ورته ژبه کاروي. خپل هېواد او بنسټونه مفتوحه ګڼي، دولتي شتمني، وسایل او وسایط د غنيمت مال ورته ښکارېږي، له خپل ولس سره هر څه د امریکا پاتې شوني ګڼي او له نړيوالو سره د ترسره شويو ژمنو خو اصلاً پروا نه کوي؛ خو تعجب دا ده چې ځان د افغانانو استازى حکومت ګڼي او له نړيوالو څخه په رسمیت پېژندلو خيرات او مرستې غواړي.

زموږ د هېواد نننى خواشينوونکى حالت او زموږ د ولس اوسنى فاجعه زېږوونکى ژوند، د دوحې تړون په نوم د امریکا د يواړخيزې تګلارې، د اشرف غني او طالب مشرتابه د ناسمو محاسبو نتیجه ده او د تېر حکومت د واک محوره تګلارو او طالب مشرتابه د هوايي غرور له امله رامنځته شوى دى. له خپل ولس سره اوسنى واټن او له نړۍ سره د تقابل صورت حال به مو هېواد نور هم د ګرداب په منځ کې ايسار پاتې شي.

په سياسي ډګر کې د خامۍ له امله مو حال دا دی، چې تېر نظام مو ونړاوه، ځوانان مو د يوې ګولې ډوډئ موندلو لپاره خپل ژوند د ايراني، پاکستاني، ترکي او نورو هېوادونو د پوله ساتونکو عسکرو، داړونکو سپيو، واورو، بوږنوونکې سړې هوا، دريابونو او انساني قاچاقبرانو رحم او کرم ته سپاري او دلته حاکمه ډله افغانستان د يوې مدرسې له تشکیل څخه بهر نه ګڼي. ټول وخت يې په دې تېرېږي، چې دې مدرسې ته څوک او په کوم يونيفورم کې پرېږدي، څه ډول تدریسي نصاب ولري او د چا لخوا تدریس شي.

داسې ښکاري، چې په حکومتي چوکيو ناست ملا صاحبان هم ځانونه پر منبر د ناست ملا په څېر واجب الاحترام غيرمسوول ګڼي، مګر دا نه ممکن او نه هم موجه ده. د منبر پر سر ناست او په محراب کې ولاړ ملا ته د همدغو مقدساتو له امله درناوی کېږي او ولس يې د منبر او محراب له امله محترم ګڼي.

په ټولنیزو چارو، سياست او کلتوري مسایلو کې ښکېل يا هم په حکومتي چوکۍ باندې له ناست ديني عالم سره تعامل مطلقاً جلا خبره ده. حکومت په منظم ډول د يوه منل شوي قانون پر بنسټ د خاورې د تماميت او د خپلو ملي اړتیاوو د مديريت اجرایيوي ځواک دى او په هره برخه کې په مسوولانه کړنو ملزم ګڼل کېږي او منبر د الهي احکامو د عملي کولو او له منکراتو څخه د ځان ژغورلو د دعوت پيغمبري ټريبيون دى.

بربنډ واقعيت دا دى، چې په څوکۍ کې ناست ملا چې هر کار کوي، موږ يې څارو او که هره خبره کوي، چاڼ کوو يې، ارزوو يې او بيا پرېکړه کوو، چې د دين له ادرسونو څخه راښکل شوې ده او که د سياسي امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره ده.

ښکاره بېلګه يې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره تش په نوم د علماوو نندارييزه ناسته وه، چې علماوو خپلې نيمګړتياوې، له ملت څخه واټن او اهمیت نه ورکول يې نړۍ ته وښودل. د شورا لپاره د اهليت معيارونه چې د تېر شل کلن نظام پر وړاندې په جګړه کې برخه وال يا هم د جګړې ملاتړى پاتې شوى وي، يقيناً د افغانانو ملي عنعنې ته سپکاوى وو. له يادو معيارونو څخه څرګندېږي، چې د پخواني نظام پلويان او هغه میليونونه افغانان چې په تېره شل کلنه دوره کې د هېڅ اړخ پلوي نه وه کړې، د دې ناسته لپاره نااهله وو.

په دې ناسته کې خلکو او ويناوالو له ستاينو، بيعت کولو او قصيدو ويلو پرته نور څه نه زده وو او نه يې هم اجازه درلوده. د خواشينۍ ځاى دا دى، چې د ملت د حذفولو اوسنۍ «امارتي» تګلاره به په اوږدمهاله توګه د ټولنې ترمنځ د ديني کړيو درناوي او عزت ته نه جبران کېدونکې زيانونه ورسوي.

د ملايانو په دې غونډه کې د ملا هبت الله د خبرو لهجه دومره جابرانه او امرانه وه، چې د خپل مرستیال خبرې يې هم په ځغرده رد کړې. متاسفانه نه يې د خلفا راشدينو د ترحم، تواضع، شفقت، دقت، درايت او رعيت پالنې ملکوتي روحيه نندارې ته وړاندې کوله او نه يې هم د اوسني عصر ويښ، ځيرک، په کورنیو او نړيوالو حساسیتونو او نزاکتونو اګاه مشر په توګه خپل ځان په جرګه کې ناستو کسانو ته ور وپېژانده. نوموړي د نورو له شراکت پرته د ټولواک او له هېڅ اړخ سره تعامل نه کوونکى مطلق العنان پاچا لهجه وکاروله. ځان ورته داسې بې خوفه امپراتور ښکاره کېده، چې له اټوم بم څخه نه وېرېږي؛ خو د ټولنيزو معلوماتو کچه يې خورا ښکته وه. نوموړى ځان ته هم متوجه نه و، چې د وژل کېدو له وېرې څخه يې لا هم خپل مخ او هويت له ولس څخه پټ ساتلى دى. يوازې خپل ملګري يې په حکومتي دندو د ګومارلو اهل ګڼل او د افغانستان څلوېښت میليونه ولس يې په غيرمستقيم ډول د امریکا د پاتې شونو او د پخواني حکومت مفسدينو په تور تورن او خپل څنګ ته يې د کينولو حقدار نه ګڼل.

په اوسني عصر کې زموږ د هېواد مشر په شان لهجه يوازې د شمالي کوریا مشر کاروي. البته د دواړو ترمنځ توپیر دومره دى، چې شمالي کوريا چا ته هم د رسميت پيژندلو لپاره لمن نه غوړوي. وزيران يې د بهرنیو هېوادونو له استازيو سره د خبرو لپاره بهر ته منډې نه وهي. ولس يې په يوه ګوله ډوډۍ پسې بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو نه ځي. وزيران او واليان يې په زغروال موټرو کې نه ګرځي او په پرديو خيراتونو کې له پرديو بوجيو سره انځورونه فېسبوک ته نه پورته کوي.

که ومنو چې نوموړی خپلو خبرو کې رښتینى و؛ نو بيا هم خورا څرګنده خبره ده، چې نوموړي د خپلو خبرو په تړاو پر د کورنيو او نړيوالو غبرګونونو پوهه نه درلوده. کله چې انسان د يوه فاميل، کورنۍ، ټولنې يا هم د يوه هېواد د مديريت چارې په غاړه واخلي؛ نو خپل چلن بدلوي او د شخصي فکر پرځاى ټولنيزو لومړيتوبونو او ملي ګټو ته ترجیح ورکوي. که مولوي هبت الله له ټولې نړۍ سره د ډغرو وهلو ظرفیت هم لري؛ خو هېواد يې د نوموړي د ناوړه تګلارو له امله په بشپړه توګه منزوي شوى دى او ملت يې د بېوزلۍ له کرښې ښکته ژوندي کوي.

ورته لیکنې

Back to top button