موږ ولې ځان د قحط الرجال پر ستونزه اخته کوو؟

ليکنه: عبدالوحيد وحيد

موږ باید ومنو چې لا مو هم د ټولنيز پرمختګ په اوږده سفر د وتلو په موخه کارنده ګامونه نه دي اخیستي. ان تر اوسه مو دغه سفر ته د توښې برابرولو هڅه نه ده کړې. موږ لا هم د خپلمنځي شخړو په هوارولو کې ناکام يو. د پرمختګونو سفر هغه مهال پيلېږي، چې لږ تر لږه د ځان بسیاينې په موخه تر ځمکې لاندې اقتصادي سرچینو په مسلکي راايستلو، صنعت، کرنې، سياحت او نورو برخو کې رغنده ګامونه واخیستل شي.

دا به زموږ ژوره ټولنيزه نيمګړتيا وي، چې له پنځه دېرش میليونه نفوس درلودلو، له لسګونو پوهنتونونو څخه هر کال تقريباً اويا زره محصلانو له فارغولو او په تېرو شلو کلونو کې د لوړو زده کړو لپاره تر ټولو مناسبو فرصتونو ته له لاسرسي سره سره، بيا هم د بشري ځواک له نشتوالي وځورېږو. موږ د جنګياليو روزلو ته دومره اړتیا نه لرو، څومره چې د مسلکي افرادو روزنې ته يې لرو، ځکه چې د کاري فرصتونو د ايجادولو لپاره پراخ امکانات لرو او شته امکانات مسلکي ځواک ته اړتیا لري؛ خو متاسفانه له امکاناتو څخه د کار اخیستلو او د مديريت کولو لپاره لا هم له اړتیا سره سم ظرفیت نه لرو.

ستونزه دا ده، چې ويښ سياسي مشران نه لرو، داسې مشران چې د پرديو کلتوري ارزښتونو د دودولو پر ځاى د هېواد او ولس پر لومړيتوبونو د اګاه کادرونو روزلو ته لازم پام وکړي. له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د علمي او مسلکي کادرونو پر ښوونې او روزنې چې څومره پانګونه شوې، بسنه نه کوي. هر ګوند او ډله چې کله چې پر کابل منګولې ښخې کړي، پر ټولو دولتي پوسټونو د خپلو ملاتړو ګومارنه غواړي؛ خو وروسته جوته شي، چې د دغې تشې ډکولو ته روزل شوي افراد نه لري.

که په دې برخه کې کمې لاسته راوړنې هم لرو، نو کريديټ يې تېر شل کلن نظام او نړيوالو مرستندويانو ته ورځي، چې په خورا سخاوتمندانه توګه يې افغانانو ته د لوړو زده کړو امکانات برابر کړل؛ خو متاسفانه د تېر نظام د نسکورېدو او د طالبانو لخوا کار اهل ته د نه سپارلو او ځينو نورو لاملونو له امله، دغه ستونزه نوره هم ژوره او پېچلي شوه.

پردي پوهېږي چې موږ د خپلو بېځايه فکري تعصباتو له امله نه غواړو يا هم نه شو کولاى، د پخواني نظام کادرونه په دندو وګومارو. په موږ کې د حسد، کينې او عناد ماده پياوړې ده. موږ پر خپلو کادرونو ملنډې وهو، په ډول ډول تورونو او تهمتونو يې ککړوو؛ خو پردي بیا راته ستراتیژیک ملګري يا هم انصار وروڼه ښکارېږي. که موږ ته خپل کادرونه سپک نه ښکاره کېداى، عمران خان او بل پردي به قطعاً دا جرأت نه واى کړى، چې زموږ ترمنځ د حساسیتونو، نفرتونو او نزاکتونو له دومره لوړ ګراف سره سره بیا هم زموږ هېواد ته د مسلکي ځواک د رااستولو خبره وکړي.

باور دا دی، چې عمران خان د اداري او مسلکي خلکو استولو خبره په تصادفي او ناببره توګه نه ده کړې. نوموړی د کره معلوماتو له مخې پوهېږي، چې د افغانستان علمي او مسلکي بشري ځواک، څه د امریکا لخوا تشويق او بهر ته وايستل شو، څه هم د طالبانو سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو لخوا له دندو ګوښه شول او څه هم له دې امله په کورونو کې پټ ژوند کوي او بهر ته د تللو تلوسه لري، چې د طالبانو سرپرست حکومت لخوا ورته ګواښ پېښ نه شي.

ډېرى بنسټونه او ادارې مو بندي يا هم نيمه فعالیت کوي، نو جوته خبره ده چې په اوسنيو حالاتو کې د خپلو بنسټونو د فعالولو لپاره يقيناً د بشري ځواک د قحط له فاجعې سره مخ يو. که مشران دا ستونزه جدي نه ګڼي او سخت ګامونه نه پورته کوي، نو د بشري قحط د فاجعې ګراف نور هم لوړېږي او طالب چارواکي به د مجبوریت له امله پاکستان ته ځکه مخه کوي، چې د پاکستاني بشري ځواک لپاره تګ راتګ اسان دی، معاوضه يې کمه ده او د مصونيت ډاډ يې هم شته.

که موږ په رښتینې ډول پرديو مسلکي خلکو ته اړتيا ختموو؛ نو لکه د اوس په د شان غيرمسلکي او ناخبره افرادو له ګومارنې څخه به خامخا ډډه کوو. پر دندو د ګومارنې اوسني معيارونه مو د مسلکي او کارپوه بشري ځواک له قحط سره حتمي مخ کوي. عمران خان پر دې ستونزې يقيناً خبر دى، چې افغانستان ته به د هغوى د مسلکي خلکو د مرستو اړتیا پېښېږي.

دلته غواړو د طالبانو سرپرست حکومت د چارواکو توجه دغه حقيقت ته واړوو، چې امریکا د افغانستان علمي او مسلکي پرسونل ايستل ځکه غواړي، تر څو دلته د بشري ځواک تشه رامنځته شي؛ خو موږ وينو چې د علمي او مسلکي کادرونو له لاسه ورکولو، ناراضه کولو، شړلو او بالاخره د هېواد پرېښوولو په برخه کې د طالب چارواکو لخوا د ګومارل شويو کسانو مسلسل اشتباهات هم د دې لامل ګرځي چې علمي سټې مو له سپکاوي څخه د نجات لپاره هېواد پرېښودلو ته اړ شي.

لوړو پوسټونو ته اهل او وړتیا درلودونکي افراد موندل د چارواکو لپاره ستره ازموينه او ننګونکی نوښت دى، چې ښایي خپلمنځي غبرګونونه وپاروي؛ خو هغوى باید پوه شي چې دنده امتياز نه؛ بلکې د دغه ملت امانت او د حاکمې ډلې ملي رسالت، ديني مسووليت او قانوني مکلفیت دى. دمګړۍ داسې ښکاري چې پر دندو د ګومارنې لپاره اهليت، ديانت، لياقت علميت او تجربه هېڅ ډول رول نه لري.

Back to top button