سیاسي مشروعیت څه دی؟

لیکنه: عبدالوارث رادمان

سیاسي مشروعیت د یوه نظام او سیاسي واکمنۍ د غړو په ټولیز باور، د یوه نظام یا حاکمیت د دوام په توګه تعریف کېدای شي. دا باور د دې لامل کېږي چې هر یو غړی له قدرت او له سیاسي واکمنۍ پیروي او اطاعت پر ځان اړین وبولي.

په سیاسي علومو کې د واکمنو لپاره د حکومت د حق او د حکومت کوونکو له خوا ددغه حق د اړتیا په توګه هم بلل کېږي.

که وغواړو د قدرت او ځواک له موضوع بهر شو او په دې اړه خبرې وکړو چې د حکومتونو سیاسي مشروعیت په کومو موردونو کې بڼه خپلوي په لاندې ډول ورته اشاره کوو:

د حکومتونو کارندوالی
د سیاسي نظامونو کارندوالی یا اغیز بېلابېل لاملونه لري چې د یوه ځواب ویوونکي سیستم په رامنځته کېدو په مختلفو برخو کې اغېزمنتیا ولري.

د حکومتولۍ په سیستم کې، پياوړی ښوونیز نظام، په بنسټونو کې روڼتیا، د بیو کمول او د عوایدو زیاتوالی، د کاري زمینو برابرول، د امنیت خوندیتوب، د بې وزلۍ او وزګارۍ کمول او د وړتیا او قانون واکۍ پياوړتیا د حکومتونو د کارندوالي موارد بلل کېږي. د حکومتونو کارندوالی په حکومت کې په اغېزمنتیا او نیمګړتیاوو په لیرې کولو پورې اړه لري او حکومتوته باید د خپل مشروعیت لپاره د پراختیا او اقتصادي ودې زمینه برابره کړي او د حکومتولۍ بهیر په داسې ډول مدیریت کړي چې په بېلابېلو برخو کې د پرمختیا زمینه برابره شي.

د خلکو رضایت
په یوه کتنه کې مشروعیت یعنې منل او د ټولو له خوا منل کېدل او یا د خلکو د رضایت وړ بللو ته ویل کېږي.

له دې امله د حکومتونو په مشروعیت کې د خلکو رول د بحث وړ دی. ټولو ډیموکراتیکو حکومتونو ته د خلکو رایه او حضور مشروعیت ورکوي او د ټاکنو ترسره کېدل د خلکو د رول په توګه حکومتونو ته په مشروعیت ورکولو کې د خلکو د رول په توګه بلل کېږي.

د ټولو حکومتونو دوام د خلکو په ملاتړ او نه ملاتړ پورې اړه لري او هېڅ زورواکه نظام د تاریخ په اوږدو کې تلپاتې نه و او د وخت په تېرېدو هغو نیمګړتیاوو ته په پام سره چې د حکومتولۍ په برخه کې یې لري، پرځېدلی او له ماتې سره مخ شوی دی.

د خلکو د اقتصادي سوکالۍ خوندیتوب
د اړتیاوو برابرول او د خلکو اقتصادي مسایلو ته پاملرنه، د حکومتونو له مشروعیت سره مستقیم تړاو لري او خلک له داسې دولته اطاعت کوي چې د خپلو لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې ونډه ولري.

په وروسته پاتې هېوادونو کې یوه جدي ستونزه د حکومت له خوا د خلکو د مالي اړتیاوو پوره کول او د کاري زمینو برابرول دي او حکومتونه د مالي لګښتونو او کاري زمینو د برابرولو وس نه لري او نه شي کولای چې د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کړي ترڅو مشروعیت ترلاسه کړي. د خلکو له خوا مشروعیت اخیستل، د برخلیک په ټاکلو کې د مشارکت او لاسوهنې پر بحث سربېره د هغوی په اقتصادي وې پورې هم تړاو لري.

د عدالت پیاوړتیا
د عدالت پياوړتیا په بېلابېلو مسایلو کې ارزول کېدای شي. په دهخدا لغت نامه کې عدالت د عادل والي، انصاف لرلو او تعامل په نوم راغلی دی.

د حکومتونو مشروعیت د عدالت او انصاف په ټینګښت پورې اړه لري چې د تعادل د اصل رعایتول د مسوول دولت ـ ولس د جوړېدو زمینه برابروونکی وي.

په ځینو حکومتونو کې د عدالت نشتوالی د یوې جدي ستونزې په توګه مطرح کېږي او ترهغه چې دولتونه عدالت او برابرۍ ته پام ونه کړي، ملي مشروعیت نه شي ترلاسه کولای.

د بشري آزادیو پياوړتیا
په ننۍ نړۍ کې د بشري آزادۍ اصل د یوه ارزښت په توګه منل شوي او وګړي کولای شي له دغو حقونو په استفادې په خپلو عقایدو او باورونو کې د آزاد انتخاب حق ولري.

د بیان آزادي، د ښځو حقونو ته درناوی، د اعتراض حق او د افکارو حق، آزاده اراده او غوښتنې د نني بشر منل شوي حقونه دي.

حکومتونه د سختو قوانینو په رامنځته کولو په واقعیت کې بشري حقونه او آزادي سلب کوي او دا ډول کړنې د حکومتونو مشروعیت ته زیان رسوي.

د ننۍ نړۍ حقوقي جوړښتونه
په دې مسله کې د اسلامي او غیر اسلامي پوهانو ترمنځ د نظر یووالی نشته؛ خو باید ومنو چې د ننۍ نړۍ ډېری حقوقي جوړښتونه له الهي قوانینو سره مخالفت نه لري.

پلورالیزم یا کثرت پالنه په ننۍ نړۍ کې یوه مهمه مسله ده. د اسلام سپېڅلی دین هم پر دغه چاره ټینګار لري چې د لږکیو حقونه باید ترپښو لاندې نه شي او د نړۍ په حقوقي جوړښت کې هم د پلورالیزم موضوع ته جدي پاملرنه کېږي. اوسمهال د لږکیو حقونو ته بې پامي، د حکومتونو سیاسي مشروعیت ترپوښتنې لاندې راولي.

پر حکومت د خلکو باور
حکومتونه مسوولیت لري چې د باور د سلبولو پرځای د خلکو باور ترلاسه کړي او خلک باید پر حکومت باور او اعتماد ولري او حکومت پردی ونه ګڼي. دا باور هغه مهال رامنځته کېږي چې حکومتونه د خلکو هېنداره وي او له ناسمو سیاستونو ډډه وکړي.

د ډېموکراتیکو حکومتونو یوه ځانګړتیا، دا ده چې خلک د خپل زعیم یا مشر په ټاکلو کې رول لري او د همدې لپاره پر دولت د ولس باور زیات دی؛ ځکه هغه ډله چې د هېواد مشري پرغاړه لري، د خلکو په رایو ټاکل شوی دی.

پایله
د حکومتونو سیاسي مشروعیت هغه څه دي چې د حکومت کوونکو له تګلارو او کړنو بڼه خپلوي.

د هغو اصولو منل چې یادونه یې وشوه، له حکومتونو سره د مشروعیت په اخیستو کې مرسته کوي ترڅو منل شوي میکانیزمونه برابر او وګړو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

د حکومتونو مشروعیت په پرېکنده توګه د حکومت کوونکو په کړنو پورې اړه لري او په توندو لارو چارو د قدرت اعمالول د بې ثباتۍ او د بې عدالتۍ لامل کېږي.

د سیاسي مشروعیت ضمانت، د عدالت ټینګښت، د بشري آزاديو خوندیتوب، د ټولنیزې سوکالۍ او پرمختګ برابرول، د خلکو د باور ترلاسه کول، د ننۍ نړۍ د اصولو منل او د حکومتونو کارندوالی دی.

Back to top button