په افغانستان کې د ناورین له زیاتېدو د خوړو د نړیوالې برنامې خبرداری: انسان دوستانه مرستې باید له سیاسي بحثونو بېلې شي

۸صبح، کابل: د خوړو نړیوالې برنامې «WFP» اعلان کړی چې د افغانستان خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره، په راتلونکي زېږدیز کال کې ۶.۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د دې بنسټ د هغه شمېرو له مخې چې د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په یوولسمه نېټه خپرې شوې، اوسمهال ۲.۳ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې او د هغې له ګواښوونکو پایلو سره مخ دي.

د خوړو نړیوالې برنامې په وینا، په افغانستان کې انسان دوستانه اړتیاوې ډېرې شوې دي او اوسمهال ۲۳ میلیونه خلک زر تر زره خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

په همدې توګه، د خوړو نړیوالې برنامې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو اندېښنه ریښتینې بللې ده.

دغه بنسټ ویلي چې په داسې وضعیت کې، اړتیا ده چې انسان دوستانه مرستې له سیاسي بحثونو بېلې شي.

د خوړو نړیوالې برنامې ټینګار کړی چې د افغانستان د بې ګناه خلکو او ماشومانو ژوند بې له کومې خطا ګډوډ شوی او نباید د ژیوپلتیکې پچې اچونې او د زېږېدنې د لاترې له امله لوږې ته اړ شي.

دا بنسټ همدارنګه وایي چې د افغانستان پر کړکېچ د تمرکز ساتلو لپاره، د دې هېواد له لرې پرتو سیمو نوي فیلمونه او عکسونه لري چې دوامداره وچکالي، اقتصادي پاشلتیا او د کوویډ ـ ۱۹ له امله ټولنیز او اقتصادي اغېزې پکې ښکاریږي.

د دې ترڅنګ، د خوړو نړیوالې برنامه خبرداری ورکړی چې د بې پامۍ په صورت کې، د دې بنسټ کارکوونکي به د دې کړکېچ په لومړۍ خط کې د انسان دوستانه مرستو د نشتوالی له امله د بودیجې له کموالي سره مخ شي.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړی و چې په افغانستان کې روغتیایي او اقتصادي ناورین رامنځته شوی دي.

دې بنسټ ویلي و چې ۱۸ میلیونه افغان وګړي له لوږې سره مخ دي او خبرداری یې ورکړي و چې که له افغانانو سره مرسته ونشي، نو انسانی ناورین به رامنځته شي.

په افغانستان کې نوی ناورین په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د ځینو سازمانونو د انسان دوستانه مرستو د دوام سره، ډېری هېوادونو افغانستان ته خپلې مرستې بندې کړې دي.

 

Back to top button