د طالبانو مشر ته منسوب غږیز پیغام: د بهرنیانو فرمایش نه منو

۸صبح، کابل: هغه کس چې ویل کېږي، د طالبانو مشر دی، د دې ډلې د علماوو په غونډه کې ویلي چې د بهرنیانو فرمایش نه مني او مخکیني چارواکي د خپل رژیم په جوړښت کې نه شریکوي.

هغه د خپلې وینا په دوام ویلي، چې له کفارو سره جګړه تر قیامته دوام لري.

د طالبانو ویندویانو او د دوی تر واک لاندې رسنیو جمعه د چنګاښ پر لسمه راپور ورکړ، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دې ډلې د علماوو د غونډې پر دويمه ورځ د لویې جرګې تالار ته ورغلی دی.

هغه ویلي: «مخکیني ظالمان مو بښلي، خو د دوی بښل په واک کې د هغوی د شریکولو په مانا نه دي.»

د طالبانو مشر زیاته کړې، چې د بهرنیانو فرمایش نه مني او هغه لاره چې په مخکې یې لري، تعقیبوي یې او د بهرنیانو د سپارښتنو د منلو لپاره ان یو ګام هم نه پورته کوي.

هبت الله زیاته کړې، چې د امنیت او ثبات د دوام لپاره اړینه ده، چې مسوولان له خپلو شخصي غوښتنو تېر شي او ځان، کور، اداره او ژوند له شریعت سره برابر کړي.

د طالبانو مشر خلکو او هغو هېوادونو ته چې په تېره جګړه کې يې مرسته ورسره کړې دعا کړې ده.

هبت الله اخوندزاده همداراز د فساد، بډو اخیستو، زورواکۍ او قومي توپیرپالنې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

له بلې خوا، باختر خبري اژانس چې د طالبانو له خوا یې مشري کېږي، هم راپور ورکړی، چې د غونډې ټولو ګډونوالو د لاسونو په پورته کولو سره د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخوندزاده سره بیعت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د علماوو د غونډې او همداراز په دغو مراسمو کې د طالبانو د مشر د ګډون هېڅ عکس او تصویر نه دی خپور شوی او یوازې هغه ته منسوبې خبرې د ملي تلويزیون له لارې خپرې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button