امریکايي څارونکي: د امریکا له وتلو څو میاشتې مخکې مو د افغانستان هوايي ځواک د سقوط خبرداری ورکړی و

۸صبح، کابل: امریکايي څارونکو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو څو میاشتې وړاندې يې د افغان هوايي ځواکونو د سقوط په تړاو خبرداری ورکړی و.

یادو څارونکو نن سه‌شنبه د مرغومي پر ۲۸ د یو راپور په خپرولو ویلي، مخکې له دې چې جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړي، څارونکو خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان هوايي ځواک له مرستې، روزنې او د امریکا له حیاتي ملاتړ پرته له منځه ځي.

هغوی ویلي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې چې کوم راپور پنټاګون ته وړاندې کړ، د امریکا له وتلو وروسته يې د افغانستان د هوايي ځواکونو د سقوط خبره کړې وه.

څارونکو ویلي، په هغه راپور کې ټينګار شوی، چې د امریکا له ملاتړ پرته به د دغه هېواد هوايي ځواک د الوتکو د ساتنې وړتیا ونه لري.

د امریکا د عمومي مفتش دفتر دوشنبه د مرغومي پر ۲۷ اسوشیتدپرس ته ویلي، ډېر کم پېښېږي، چې د سیګار راپورونه دې طبقه بندي شوې وي؛ خو کله چې طبقه بندي شي، له دوو میاشتو په کمه موده کې له طبقه بندۍ وځي. د امریکا ځانګړي مفتش دې راپور کې له پنټاګونه پوښتلي، چې ولې یې یو کال وروسته دا راپور له طبقه بندۍ ایستلی دی، په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنۍ پنځه میاشتې تېرېږي.

سیګار ویلي، په ۲۰۰۸ کال کې یې د دغه دفتر له جوړېدو وروسته افغانستان کې د واشنګټن لګښت او پرمختګ ارزولی او مستند کړی او پرلپسې راپورونه یې خپاره کړي دي.

دغه نهاد زیاته کړې، چې په راپورونو کې یې د فساد، ناکامیو او افغانستان پوځ کې د امریکا او افغانستان د رهبرۍ ضعفونه مستند کړي او د وضعیت د ښه والي په موخه یې سپارښتنې کړې دي.

څارونکو په دې راپور کې لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو نفوذ چټک و او ډېری سیمې له جګړې پرته سقوط شوې. د څارونکو په باور، هغه افغان سرتېري چې په میاشتو يې خپل معاش نه و ترلاسه کړی، د جګړې ډګر پرېښووه. څارونکې ادعا کوي، چې په جون او جولای میاشتو کې د افغانستان چورلکو د طالبانو پر ځینو پټنځایونو بریدونه وکړل، خو د دغې څپې د مهار لپاره دا بریدونه کافي نه و.

د SIGAR تازه راپور لیکي، متحده ایالاتو له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د افغانستان د هوايي ځواک او ځانګړو ځواکونو پر «ملاتړ او پراختیا» ۸٫۵ میلیارده ډالر لګولي دي.

د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره وايي، په داسې حال کې د امریکا دفاع وزارت د افغان هوايي ځواک د ځمکني او هوايي عملیاتو په هکله د پرمختګ خبر ورکړی و، خو دا ځواکونه بیا هم له انساني پانګونې او مشرۍ سره د مبارزې لپاره ادامه ورکړه. سیګار وايي، د افغانستان هوايي ځواک ننګونو، له الوتکو ناوړه استفادې او د امریکا قراردادیانو لوژیستیکي ملاتړ ته پام ونه کړ.

امریکايي څارونکو ویلي، چې دغه هېواد د افغانستان د بیارغونې لپاره تر ۱۴۵ میلیاردو زیاتې پیسې لګولې دي او همداراز يې د افغانستان د امنیتي سرتېرو پر جوړولو، ښوونې او تجهیز هم میلیاردونه ډالر مصرف کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button