د امریکا د کورني امنیت پلټونکو له افغانستانه د بایډن دولت د وتلو په تړاو ارزونې پیل کړي

۸صبح، کابل: د امریکا یو شمېر امنیتي ادارو له افغانستانه د بایدن دولت د وتلو بهیر، په ځانګړې توګه د امریکايي سرتېرو او ډيپلوماټانو وتل، په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت تړل او د وړو افغان همکارانو بېړني وتل ارزولي دي.

وال ستریت ژورنال د جمعې پر ورځ د تلې پر دېرشمه راپور ورکړی، چې د امریکا د کورني او دفاعي امنیت پلټونکو، همدارنګه د امریکا پراختیايي نړیوال اژانس له دریو نورو امنیتي اژانسونو سره په بیل ډول خپلې ارزونې په دې تړاو پیل کړې دي.

دغه بنسټونه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي او له دغه بهیر سره د بایدن دولت چلن ارزوي، چې ایا امریکا د وتلو پلان شوی بهیر په مناسبه او له امریکايي چارواکو سره په همغږۍ ترسره کړی که نه.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، د ارزونې ادارې به د عمومي مفتش له بېلابېلو دفترونو سره د خپلو موندونو په تړاو داخلي اړیکې رامینځته کړي.

تمه ده، د افغانستان لپاره عمومي پلټونکی او په کورنیو او دفاع وزارتونو کې پلټونکي له دغه اژانس سره همکاري وکړي، ترڅو له افغانستان سره تړلي کارونه په همغږۍ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې د هوکړې له مخې د امریکايي سرتېرو د وتلو له پیل راهیسې، له افغانستانه د بېړنۍ وتنې د مدیریت په تړاو دننه په امریکا کې د بایدن دولت له سختو نیوکو سره مخ شو.

ورته لیکنې

Back to top button