د امریکا افغان همکاران له ۸ میاشتو راهیسې تر اوسه په درېیم هېواد کې د ویزو په تمه دي

۸صبح، کابل: له وروستیو بدلونونو سره سم د امریکا زرګونه افغان همکاران درېیم هېواد ته ولېږدول شول؛ خو د ۸ میاشتو په تېرېدو سره تر اوسه امریکا ته نه دي رسېدلي.

فاکس نیوز سه شنبه د غویي پر ۲۷ راپور ورکړی، چې لېږدول شوي کسان له ۸ میاشتو راهیسې د امریکا ویزو ته په تمه دي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فاکس نیوز ته ویلي، چې هغوی د هغو افغانانو د غوښتنو پر کتنې بوخت دي، چې غواړي امریکا ته ولېږدول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: «د دندې تر پای رسولو وروسته مو هڅه وکړه، چې د SIV په شرایطو برابرو افغانانو ته د پاملرنې موده کمه کړو او له دې سره سم خپلې روغتیایي او پیاوړې امنیتي څېړنې خوندي وساتو.»

اوسمهال د امریکا زرګونه افغان همکاران په درېیم هېواد کې له خپلو اسنادو سره تخلیې ته په تمه دي.

ورته لیکنې

Back to top button