نه سنجول شوي اقدامات ناوړه پایلې لري

د رسمي شمېرو له مخې، کابو ۳۶ زره تنه په هېواد د کورونا وبا له خپرېدو مخکې زنداني وو. له دغو وګړو څخه یوولس زره یې د کورونا د خپرېدو له امله د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په حکم له بنده خوشي شول. له هغې وروسته د اشرف غني حکومت تصمیم ونیوه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې له مخې څه د پاسه شپږ زره نور طالب بندیان هم خوشي کړي. په دې توګه د جمهوریت د سقوط پرمهال کابو اته زره طالب بندیان او څه د پاسه ۱۳ زره جنایي زندانیان په ټول هېواد کې بندیان وو.

طالبانو په افغانستان د واک له ترلاسه کولو وروسته، د بندیانو پرمخ د زندانونو دروازې پرانیستلې او جرمي مخینې ته له پامه پرته یې بندیان خوشي کړل. په دغو بندیانو کې داسې کسان هم وو چې په بېلابېلو جنایي جرمونو لکه وژنو، سړي تښتوونو، د نشه یي توکو د قاچاق او نورو جرمونو په زندان محکوم شوی وو. د یو شمېر دغو کسانو جرمونه ډېر درانه وو او دوی آن عامه شتمنیو ته جدي زیانونه اړولي و.

د طالبانو دغه کار زیاتې ستونزې رامنځته کړې او تراوسه هم دوام لري. په لومړي سر کې په ډله ییزه توګه د بندیانو خوشي کولو، د عدالت د اجرا اصل تر پوښتنې لاندې راووست. په بندیانو کې داسې کسان وو چې په قصدي وژنې تورن وو او تراوسه د مقتول کورنیو د هغوی د بښلو لپاره رضایت نه و ورکړی. ددوی خوشي کول د دې لامل شول چې ددغو وګړو په برخه کې عدالت عملي نه شي. طالبان د مقتولینو د کورنیو لپاره چې له یوې خوا د عدالت د اجرا غوښتونکي دي او له بله پلوه همدا اوس د قاتل له مستقیم ګواښ سره مخ دي، څه ځواب ولري؟

په دوهم ګام کې، یو شمېر دا کسان اوسمهال د قاضیانو او څارنوالانو په لټه کې دي او هڅه کوي له هغوی د پلټنو او حکم ورکولو امله چې صادر کړی دی ترې غچ واخلي. ښايي دا موضوع له دې امله چې د طالبانو غړي د همدغو څارنوالانو او قاضیانو له خوا تر پلټنو لاندې نیول شوي، د طالبانو د سرپرست حکومت لپاره دومره ارزښت ونلري. له بلې خوا، ډېری بندیان چې په جنایي جرمونو یې اعتراف کړی او په زندان محکوم شوی وو. په دوی کې داسې کسان هم وو چې د خلکو وژل ورته عادي خبره ده او هره شېبه ښایي د عدالت اجرا کوونکي ترور کړي. تراوسه د ترور څو پېښې شوې دي خو هېڅ ډول پلتنه نه ده شوې نو څارنوالان او قاضیان حق لري چې د ځاني امنیت په اړه اندېښنه ولري.

همداراز د جنایي بندیانو خلاصون په ټولنه کې د جرمونو د زیاتوالي لامل کېږي. دا ډول اقدام د دې لامل شوی چې د وګړو امنیت له زیات خطر سره مخ شي. همدا اوس په ښارونو او ولایتونو کې د جرمونو کچه د هرې ورځې په تېرېدو سره لوړېږي. په پلازمینی کې د وسله والو غلو پېښې شوې دي. آن ډېری وختونه طالبان د مجرمینو په موندلو کې بې وسه کېږي او د پلټنو پرځای خلک زغم ته رابولي. طالبان باید پوه شي چې د بندیانو په خلاصون سره یې په اصل کې د ځان لپاره د امنیت د خوندیتوب کار پېچلی کړی دی.

په دغو بندیانو کې داسې وګړي هم وو چې عامه شتمنیو ته یې زیان رسولی. ددوی خوشي کول د دغو ورانکاریو د دوام لامل شوي دي. د مخکیني حکومت امنیتي ځواکونو په «مماتی» مشهور دل آغا نومی کس له درېیو نورو کسانو سره نیولی و چې د برېښنا ستنې یې ویجاړولې. لویې څارنوالۍ دغه کسان په ۱۶ کاله زندان او د ۴۰۸ میلیونه او ۶۳۲ زره او ۸۲۰ افغانیو زیانونو په جبرانولو محکوم کړل. په اوسني وخت کې کابل یو ځل بیا په تیاره کې ډوب دی. ددغو کسانو له جرمه د طالبان سترګې پټول او د هغوی خلاصون ددې لامل شوي چې خلک یو ځل بیا بې برېښنا شي او عامه شتمنیو ته جدي زیان ورسېږي.

تر ټولو مهمه دا چې په بندیانو کې د داعش ډلې غړي هم وو چې اوس آزاد شوي او د ټولنې ځاني او رواني امنیت ګواښي. امریکا له دې مخکې ویلي و چې د کابل د هوايي ډګر د ځانمرګي برید عامل هم د داعش غړی و چې د طالبانو له لوري له بنده خوشی شوی و.

د طالبان سرپرست حکومت د دغو ټولو ګواښونو په وړاندې چې د خوشي شویو بندیانو له خوا رامنځته شوي، مسوول دی. آن همدا اوس د وضعیت د کابو کولو لپاره وخت شته. باید هغه کسان چې جرمي مخینه لري، عدالت ته وسپارل شي. بې له دې چې د بند موده یې پوره شوې وي ددغو وګړو آزاد پاتې کېدل ښایي قاضیانو، څارنوالانو، د مقتولینو کورنیو او د ټولنې نورو وګړو ته لازیات خطر پېښ کړي. همداراز هغه وګړي چې کم جرمونه یې کړي باید بایومتریک شي. ددې ترڅنګ له هغوی باید ضمانت واخیستل شي چې نورو خلکو ته زیان ونه رسوي.

د بندیانو خلاصون ښایي د طالبانو لپاره د مشروعیت په ترلاسه کولو کې مرسته کړې وي او امتیاز ورته ګڼل کېږي، خو د زیانمنو لپاره یې د عدالت اجرا کول ترپښو لاندې کړي دي. دغه کار د خلکو، قاضیانو او څارنوالانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. په حکومتولۍ کې اقدامات او کړنې تل حساس او برخلیک ټاکونکې دي. طالبان هم باید له هر ډول اقدامه مخکې د خپلو کارونو پایلې وسنجوي؛ ځکه د هر یوه دغه کار په وړاندې خلکو ته ځواب ویوونکي دي.

ورته لیکنې

Back to top button