پروان کې د ۵۰۱ بوجیو اوړو د غلا ناکامه هڅه

۸صبح، پروان: په پروان کې سیمه ییز مسوولان وايي، چې د یوه باروړونکي موټر د غلا مخه يې نیولې، چې څه باندې ۵۰۰ بوجۍ اوړه پکې بار و.

د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند محمد کامران حبیبي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا پېښه سه شنبه د مرغومي پر ۲۸ د دغه ولایت سالنګ ولسوالۍ په باغ‌لالا سیمه کې شوې ده.

د هغه په وینا، اوو وسله والو غلو لومړی موټروان او کلینر له موټره ښکته کړي او وروسته یې بار موټر د کابل پر لور په مخه کړی و.

له دې سره طالب ځواکونو درې کسان له بار موټر سره د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې نیولي دي.

هغه زیاتوي، چې وسله والو غلو له ۵۰۰ بوجیو اوړو څخه ۸۰ بوجۍ اوړه په لاره کې له موټره ښکته کړي، چې تر دې دمه یې ۵۰ بوجۍ اوړه پیدا شوي دي.

د موټروان د خبرو پر اساس، لا هم ۳۰ بوجۍ اوړه تري تم دي.

طالب مسوولان وايي، په دې پېښه کې د ښکېلو نورو کسانو د نیولو هڅه هم کوي.

Back to top button