یونیسف په بغلان کې ۱۵ زرو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې په بغلان کې یې ۱۵ زرو ماشومانو ته د لیک لوست زمینه برابره کړې ده.

یونیسف پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۶ په یوه ټويټ کې ویلي، چې په بغلان کې ۱۵ زره ماشومان د دغه بنسټ د کورني لیک لوست په پروګرام کې شامل شوي دي.

د یونیسف په وینا، له ۱۵ زرو ماشومانو څخه ۹ زره یې نجونې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته، د نجونو پر زده کړو پراخ بندیزونه لګېدلي دي.

ورته لیکنې

Back to top button