یونیسف د افغان ماشومانو د ملاتړ په موخه د دوه میلیارده ډالرو غوښتنه کړې

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) ویلي، چې افغانستان کې د میلیونونه ماشومانو د ژغورنې په موخه دوه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دغه صندوق د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ پر اوولسمه د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې بشردوستانه وضعیت په ځانګړې توګه د ماشومانو وضعیت ناوړه بللی او ویلي دي، چې دغه هېواد کې میلیونونه ماشومان له ګواښ سره مخ دي او د هغوي د ژغورنې په موخه مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

افغانستان کې د یونیسف استازې الیس آکونګا په خبره، افغانستان کې ژمی رارسېدلی او یونیسف او شریکان یې له اضافي بودیجې پرته نه شي کولای، هغه ماشومان او کورنۍ یې چې له بشردوستانه مرستو سره تړلي، کوم کار وکړي.

نوموړې ټينګار وکړ، چې افغانستان کې د بشردوستانه ناوړه وضعیت دوام به په روغتیايي او تغذیې خدماتو کې ستونزې رامنځته کړي. دغه راز د خوراکي توکو ناورین، وچکالي، د شري ناروغي، د حادو اوبو اسهال، پولیو او نورې د مخنیوي وړ ناروغۍ د ژمي په راتګ سره د اندېښنې وړ دي.

هغې زیاته کړې، چې اوسمهال زیات شمېر افغان ماشومان د خوړو پېدا کولو په موخه ښوونځي پرېښي او د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي.

له بلې خوا یونسیف وړاندوینه کړې، راتلونکی میلادي کال به د خوراکي توکو د ناورین او روغتیايي او اوبو ته د لږ لاسرسي له کبله به له پنځو کلو کم عمره د دوو ماشومانو له ډلې به یې یو پر حادې خوارځواکۍ اخته شي.

دغه راز دې ویناپاڼه کې راغلي: «د ګواښوونکو ناروغیو پراختیا دوام لري او په ۲۰۲۱ کال کې د شري ناروغۍ له ۶۰ زرو ډېرو پېښو راپور ورکړل شوی دی. اټکل شوی، چې له هرو لسو افغانانو اته کسه یې پر باکتریولوژیک لړلۍ اوبه څښي. سربېره پر دې، که د ښوونکو معاشونه ورنه کړل شي، میلیونونه نور ماشومان به د ښوونځيو پرېښېدو له ګواښ سره مخ شي.»

یونیسف ویلي، چې شاوخوا ۴.۵ میلیونه ماشومان رواني درمنلې ته اړتیا لري. دغه صندوق ټينګار کړی، چې د هوا له سړېدو سره کورنۍ د خونو ګرمولو له ستونزو سره مخ دي.

له بلې خوا یونیسف ډاډ ورکړی، افغانستان کې له ۲۴ میلیونه کسانو چې نیمایي یې ماشومان دي، د اړینو بشردوستانه اړتیاوو ته د رسیدګۍ په موخه یې د دوه میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

د یونیسف سیمه‌ییز مدیر ویلي، چې دا د دوه میلیارد ډالري مرستې غوښتنه به د جدي خدماتو د احتمالي سقوط مخنیوي کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د پخواني حکومت له سقوط سره خلک له بېوزلۍ سره مخ شوي دي. له دې وړاندې نورو مرستندویه سازمانونو هم د افغانستان د ناوړه اقتصادي وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی و او ویلي دي، که پر وخت دې ناورین ته رسیدګي ونه شي، ممکن راروان ژمي کې انساني ناورین رامنځته شي.

ورته لیکنې

Back to top button