یوناما د افغانستان بانک ته ۱۶ میلیون ډالره نغدې پیسې ورکړې

۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت مرکزي بانک وایي چې له افغانستان سره د انسان دوستانه مرستو په دوام کې یې، ۱۶ میلیون ډالر په نغدي توګه ترلاسه کړې دي.

دغه بانک د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په یوولسمه نېټه، د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي چې دا اندازه نغدې پیسې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دفتر (یوناما) له خوا هېواد ته راولېږدول شوې.

په اعلامیه کې ټینګار شوي چې د افغانستان بانک د بانکي سیسټم څخه څارنه کوي او دا پیسې یې د افغانستان نړیوال بانک ته لېږدولې دی.

د افغانستان بانک د مسوولینو په وینا، هغوی هڅه کوي چې له بېلابېلو اصولي لارو په کار اخیستنې سره، په افغانستان کې د بې وزلۍ او لوږې څخه مخنیوی وکړي.

همدارنګه په اعلامیه کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې ډېر زر به د هېواد بانکي سیسټم عادي حالت ته وګرځوي.

دا اندازه پیسې په داسې حال کې په نغدي توګه مرسته کیږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره، هېواد له انساني ناورین او بې وزلۍ سره مخ شوی دی.

تر دې مخکې، ډېری هېوادونو ویلې و چې د افغانانو سره مرسته کوي، خو دا مرستې د افغانستان د حکومت لاسته نه ورکوي.

په همدې توګه، دا لومړی ځل دي چې د طالبانو چارسمبالی حکومت د نړیوالو بنسټونو له خوا په مستقیمه توګه نغدي مرسته ترلاسه کوي.

ورته لیکنې

Back to top button