په افغانستان کې د کرنیز ناورین په اړه د ملګروملتونو سازمان خبرداری

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د خوړو او کرنې ادارې د یوه رپوټ په خپرولو سره اعلان کړی چې د هېواد په لوېدیځ کې یو شمېر کروندګر او مالداران د بې وزلۍ او د کرلو لپاره د تخمونو د نه لرلو له امله غواړي ځمکې پرېږدي او دا چاره به په افغانستان کې کرنیز ناورین رامنځته کړي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د خوړو او کرنې ادارې رییس ریچارد ترنچارد، د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه نېټه په افغانستان کې د بې وزلۍ او کرنې د ستونزو په اړه د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د اقتصادي کړکېچ له امله، اوس دا هېواد له کرنیز ناورین سره مخ دی.

هغه ویلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې کروندګر او مالداران پوروړي دي او غواړي خپلې ځمکې پرېږدي.

ترنچارد زیاته کړې: «هېڅ یو بزګر نه غواړي خپله د پلرونو او نیکونو ځمکه پرېږدي، خو کله چې خواړه ونه لري، له تېر فصل څخه غله ونه لري، په کرنده کې د کرلو تخم ونه لري او څاروي یې هم د خوړو څه ونه لري بله چاره نه لري.»

هغه وايي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.

هغه څرګنده کړې چې په افغانستان کې بانکونه کار نه کوي، سوداګري نشته او سربېره پر دې، پراختیایي مرستې چې د روغتیا، پوهنې او کرنې په برخو کې اصلي او حیاتي بېخ بنسټ و، ځنډول شوې دې.

په هېواد کې د ملګروملتونو سازمان د خوړو او کرنې ادارې رییس ویلي چې دغه بنسټ د افغانستان په ولایتونو کې په پراخه کچه د کرنیزو مرستو د وړاندې کولو په حال کې دی، خو وضعیت په خرابېدو دی.

ترنچارد زیاته کړې: «ښايي افغانستان په راتلونکي کال کې په نړۍ کې د تر ټولو لوی بشري ناورین شاهد وي، دغه وضعیت ته پاملرنه او کابو کول یې لوی لګښت غواړي.»

په هېواد کې د کرنیز ناورین په هکله د ملګروملتونو سازمان له خوا په داسې حال کې خبرداری ورکول کېږي چې پر وچکالۍ سربېره وروستي بدلونونه د دې لامل شوي چې زیات شمېر کروندګر د خپلو ځمکو پلورلو ته اړ شي او یا یې همداسې پرېږدي.

Back to top button