ملګري ملتونه: د افغانستان د اقتصاد د پرځېدا د مخنیوي په موخه، د ټولو ادارو هڅو او پراخ‌بنسټه حکومت ته اړتیا لري

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، د افغانستان د اقتصادي پرځېدا د مخنیوي په موخه، اړتیا ده پراخ بنسټه حکومت رامنځته او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو له حقونو ملاتړ وشي.

یوناما د یکشنبې پر ورځ د لړم پر دویمه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، د یوناما مشرې دیبرا لاینز له لوړپوړو طالب چارواکو لکه د رییس الوزا مرستیال عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي او د طالبانو د مالیې وزارت چارسمبالي هدایت‌الله بدري سره لیدلي دي.

د دغې اعلامیې له مخې په دغو کتنو کې د افغانستان په پراخېدونکي اقتصادي او بشري ناورین او همدارنګه د بشري حقونو د اندېښنو په تړاو بحثونه شوي دي.

د یوناما دفتر مشرې ټينګار وکړ، چې افغانستان کې به د ملګرو ملتونو سازمان د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو ته دوام ورکوي خو ټول بنسټونه باید د اقتصادي ماتې د مخنیوي لپاره هرممکن څه ترسره کړي. همدارنګه د یوه پراخ‌بنسټه حکومت پر جوړېدو او د ښځو او نارینه‌وو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو ساتنې پر اړتیا ټينګار وشو.

د رییس الوزرا د دفتر عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له عبدالسلام حنفي سره لیدلي دي.

حنفي ویلي، طالبان هوډمن دي، چې له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه ملګرو ملتونو سره له نږدې همکاري او تفاهم ولري.

هغه زیاته کړه، طالبان به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د امنیت په شمول لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د دغه ارګان د مثبتو او ګټورو مشوره هرکلی کوي.

نوموړي له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې «د افغانستان نوی حکومت» په ځانګړي ډول بانکي سیستم یې پیاوړی کړي، ترڅو له نړۍ سره همکاري زیاته شي.

د رییس الوزا مرستیال ویلي، د طالبانو لومړیتوب دا دی، چې د هر افغان فردي امنیت او وګړنیز حقوق تامین شي.

عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، هیڅ ډلې ته د دې اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د نورو د امنیت پر ضد وکاروي. نوموړي زیاته کړه، د نشه یي توکو د کرکېلې، پروسس او قاچاق مخنیوي کوو او له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړو، چې په دې برخه کې افغان کروندګرو ته مناسب بدیلونه برابر کړي.

ورته لیکنې

Back to top button