• چنگاښ- ۱۴۰۱ -
    ۷ چنگاښ
    خبرونه

    پر کرمنچوک د روسیې توغندیز برید؛ زلنسکي: امریکا دې روسیه د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه اعلان کړي

    اوکراین کې د کرمنچوک په نوم پر یوه پلورنځي د روسیې له مرګوني توغندیز برید وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو ځل بیا د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي، چې روسیه دې د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه اعلان کړي. واشنګټن پوسټ سه شنبه د جون پر ۲۷ په یوه راپور کې ویلي، چې په اوکراین کې پر کرمنچوک پلورنځي د تېرې ورځې په توغندیز برید کې لږ تر لږه ۱۸ ملکیان وژل شوي دي. دغه برید د دې لامل شو، چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د سه شنبې په ورځ یوه ناسته رامنځته کړي. ولادیمیر زلنسکي ویلي، چې روسي ځواکونو په قصدي توګه پر دغه مرکز برید کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، په کرمنچوک کې یې د هغو وسلو زېرمه چې اوکراین له لوېدیځ څخه اخیستې وې په موخه کړې ده. ویل کېږي، چې له دې برید…

    بشپړ جزئيات
  • ۵ چنگاښ
    خبرونه

    د اووه ډلې سرمشریزې پيلېدل؛ اوکراین او د تېلو بیه د خبرو په سر کې ده

    د اووه ډلې هېوادونو د مشرانو دوره يي ناسته یکشنبه د جون پر ۲۶ په جرمني کې پیل شوه او درې ورځې به روانه وي. د سږ کال ناسته چې د اوکراین جګړې تر اغېز لاندې ترسره کېږي، د تېلو د بیو لوړوالی، د اوکراین وضعیت ته رسېدنه، د خوراکي توکو ناورین او د چین له خوا رامنځته شوې ننګونې د دې ناستې د بحث وړ مهم مسایل دي. د تېلو د بیو لوړوالی د دې ناستې مهمه موضوع بلل شوې ده. د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو مشران غواړي په نړۍ کې د تېلو بیه وټاکي او د روسيې د تېلو عواید کنټرول کړي. دوی به هڅه وکړي، چې د تېلو بیه کنټرول کړي، تر څو روسیه له دې زیات د بیو له لوړېدو د اوکراین په جګړه کې د مالي لګښتونو د برابرولو لپاره ګټه پورته نه کړي. که څه هم پر اوکراین د روسیې د برید له…

    بشپړ جزئيات
  • غبرګولی- ۱۴۰۱ -
    ۳۱ غبرګولی
    خبرونه

    زلنسکي: اروپايي ټولنې سره د اوکراین د غړیتوب په غبرګون کې ښايي روسیه پر دغه هېواد بریدونه ډېر کړي

    د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، روسیه به راتلونکو ورځو کې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور وکړي؛ ځکه په خبره یې، کیف وړاندیز کړی، چې له اروپايي ټولنې سره یوځای شي. تمه کېږي، اروپايي ټولنه د روانې اوونۍ تر پایه پرېکړه وکړي، چې ایا اوکراین ته په دې ټولنه کې د غړیتوب لپاره د نوماندۍ حیثیت ورکړي که نه. د دغه بهیر بشپړېدل به ښايي کلونه وخت واخلي. ورته مهال زلنسکي خبرداری ورکړی، چې په دې اړه پرېکړه ښایي د روسیې د بریدونو د ډېرېدو لامل شي. بي‌بي‌سي انګلیسي د اوکراین ولسمشر په حواله لیکلي، چې نوموړی او سلاکاران یې د روسیې «له زیاتو خصمانه فعالیتونو» تمه لري؛ خو اوکراینیانو ته یې ډاډ ورکړ، چې ځواکونه یې د هر برید مقابلې ته چمتو دي. زلنسکي غواړي، اروپايي ټولنې سره د یوځای کېدو موخه تعقیب کړي. دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې روسي ځواکونو وار له مخه د اوکراین…

    بشپړ جزئيات
  • ۳۰ غبرګولی
    خبرونه

    د سوردونتسک ښار له نیولو وروسته روسیې پر خارکیف ښار بریدونو ته زور ورکړی

    د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د توپچي بریدونو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د دغه هېواد ځواکونو یکشنبه د جون له ۱۹ راهیسې پر خارکیف ښار خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، که څه هم روسیې د خارکیف ښار پر څنډو بمبارۍ زیاتې کړې؛ خو د دغه هېواد پیاده او ځمکني پوځيان بریالي شوي نه دي، چې د اوکراین دفاعي کرښې ماتې کړي. سي‌اېن‌اېن دوشنبه د جون پر ۲۰ د ځايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې د خارکیف پر شمالي څنډو بریدونو ته زور ورکړی دی. د خارکیف پر څنډو له بریدونو سره هممهاله د بښنې نړیوال سازمان د روسي ځواکونو له لوري د خوشه‌يي بمونو د کارولو راپور مستند کړی دی. ورته مهال د اوکراین ختیځ لوهانسک سیمه کې ځايي پوځي چارواکي سرهي هایدي ویلي، چې اوکرایني ځواکونو د سوردونتسک ختیځ متلکین ښار له…

    بشپړ جزئيات
  • ۲۸ غبرګولی
    خبرونه

    د اوکراین سویل کې د لومړۍ لیکې له سرتېرو سره د زلنسکي لیدنه؛ «مقاومت کوو»

    د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د اوکراین په ختیځ او سویل کې د نښتو له تودېدو سره هممهاله د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه نااعلان شوي سفر کې د جنوبي ښار میکولایف د لومړۍ کرښې له سرتېرو سره لیدلي دي. رویټرز شنبه د جون پر ۱۸ راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر خپلو سرتېرو ته ویلي، مقاومت ته دوام ورکوي او بریالي به شي. د زلنسکي په رسمي پاڼه کې په خپرې شوې ویډیو کې ښکاري، چې نوموړی په یوه پوځي ځمکتل کې سرتېرو ته مډالونه وېشي. هغه له اوکرایني سرتېرو سره په لیدنه کې ویلي: «موږ په کلکه مقاومت کوو؛ موږ به بریالی شو.» په دې سفر کې زلنسکي له ویجاړو شويو سیمو او د میکولایف له روغتونه هم لیدنه کړې او ځينې سرتېرو او قوماندانانو ته یې د مېړانې مډالونه ورکړي دي. دا سفر داسې مهال شوی، چې روسي ځواکونه په میکولایف ښار کې له…

    بشپړ جزئيات
  • ۲۵ غبرګولی
    خبرونه

    روسیه د سیویرودونتسک ښار د کیمیایي توکو کارخونې مقاومت کوونکو ته: تسلیم شئ

    روسیې اوکرایني ځواکونو ته چې د سیویرودونتسک ښار د کیمیايي توکو په یوې کارخونې کې ځای پرځای شوي، ویلي چې نن چهارشنبه د جون پر ۱۵ دې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي. د اوکراین دولت ویلي، چې تر ۵۰۰ زیات ملکیان له اوکرایني ځواکونو سره د دغه هېواد په ختیځ سیویرودونتسک ښار کې په یوې کارخونې کې دي. د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د ماریوپل د کلابندۍ مسوول روسی افسر میخاییل میزینتسف ویلي: «جنګیالي باید د مسکو په وخت د سهار تر ۸ بجو پورې خپل بې مانا مقاومت بس کړي او تسلیم شي.» د روسیې پوځ په دې لټه کې دی، چې د لوهانسک او دونستک کنټرول چې ټول د دونباس په نامه یادېږي، په لاس کې واخلي او د خپلو پوځي هڅو اصلي برخه یې د سیویرودونتسک پر نیولو متمرکزه کړې ده. د لوهانسک قوماندان ویلي، چې د روسيې دوې نورې تکتیکي ډلې هم دغې سیمې…

    بشپړ جزئيات
  • ۲۳ غبرګولی
    خبرونه

    د بښنې نړیوال سازمان: روسیې پر اوکراین خوشه یي بمونه کارولي

    د بښنې نړیوال سازمان روسیه تورنه کړې، چې د اوکراین په خیتځ کې یې پر استوګنیزو سیمو خوشه وسلې کارولې او جنګي جنایت یې کړی دی. د بشري حقونو سازمان د نوي راپور پر بنسټ، روسي ځواکونو په دې سیمه کې سلګونه ملکیان په خوشه یي وسلو وژلي دي. د دغه راپور له مخې، روسیې پر اوکراین د خپلو عملیاتو له پیل راهیسې د خلکو پر استوګنځیو او د ماشومانو د لوبو پر ځایونو څو ځله خوشه یي بمونه او نه هدایت شوي توغندي کارولي دي. د بښنې نړیوال سازمان ۴۱ بریدونه څېړلي او ویلي یې دي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ تنه مړه او ۱۹۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان دغو تورونو ته د پاملرنې او ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته د ګرمې د ورکولو غوښتنه کړې ده. د ویلو ده چې د نړیوالو تړونونو له مخې، د خوشه یي…

    بشپړ جزئيات
  • ۲۱ غبرګولی
    خبرونه

    د اوکراین لویه څارنوالي: د روسیې د یرغل له پيله ۲۸۷ ماشومان وژل شوي او کابو ۵۰۰ نور ټپیان دي

    د لوېدیځ رسنیو د اوکراین د لویې څارنوالۍ له قوله راپور ورکړی، چې پر دغه هېواد د روسیې له یرغل راهیسې لږ تر لږه ۲۸۷ ماشومان وژل شوي دي. د اوکراین لویې څارنوالۍ شنبه د جون پر ۱۱ راپور ورکړی، چې تازه د دغه هېواد په سویل ختیځ ماریوپل بندر کې ۲۴ ماشومان وژل شوي دي. د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د نښتو په پایله کې نږدې ۵۰۰ ماشومان ټپيان شوي دي. د اوکراین لویې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي: «د جرایمو د ضبط په لړ کې، روښانه شوه چې د دونتسک په ماریوپل کې ۲۴ نور ماشومان د روسیې ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.» دغې ادارې جوته کړې، چې وړاندې شوې شمېر وروستۍ نه دي او ښایي شمېر تر دې ډېر وي. پر اوکراین د روسیې له یرغله تر ۱۰۰ ډېرې ورځې کېږي او د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې سخته جګړه روانه…

    بشپړ جزئيات
  • ۱۸ غبرګولی
    خبرونه

    نړیوال بانک له اوکراین سره ۱٫۴۹ میلیارد ډالره نوره مرسته وکړه

    د نړیوال بانک اجرايي پلاوي له اوکراین سره د دولتي او ټولنیزو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په موخه ۱٫۴۹ میلیارد ډالره نوره مرسته هم تصویب کړه. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې نوموړي بانک دا طرح سه‌شنبه د جون پر ۷ تصویب کړې ده. په دې سره د نړیوال بانک له لوري له اوکراین سره د ژمنه شویو مرستو شمېر ټولټال ۴ میلیارد ډالرو ته لوړ شو. د نړیوال بانک د ختیځې اروپا مدیر اروپ بانرجي په یوې ویناپاڼه کې د دغو مرستو موخه د اوکرانیانو د ژوندانه په سمبالولو کې همکاري بللې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین دولت ویلي، په لنډمهال کې لږ تر لږه هره میاشت ۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

    بشپړ جزئيات
  • ۱۵ غبرګولی
    خبرونه

    د پوتین خبرداری: که اوکراین ته لرې واټن ویشتونکي توغندي ورکړل شي، مسکو به پر نویو موخو برید وکړي

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یکشنبه د جون پر ۵ خبرداری ورکړی، که د امریکا له لوري اوکراین ته لرې واټن ویشتونکي توغندي ولېږل شي، مسکو به پر تازه موخو هم برید وکړي. د ټاس خبري اژانس د راپور په حواله، پوتین له Rossiya-1 تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې کیف ته د نویو وسلو استول یوازې د وسله‌والې جګړې د اوږدولو په هدف ممکن دي. د روسیې ولسمشر زیاته کړې، که کیف ته نوي اوږد واټن ویشتونکي توغندي واستول شي، روسیه به مناسبه پایله ترلاسه کړي او پر هغو تاسیساتو چې تر اوسه برید نه دی شوی، برید به وکړي. پوتین د امریکايي تجهیزاتو په تړاو ویلي: «که کیف ته دغه وسلې په واک کې ورکړل شي، له دې به مناسبه پایله واخلو او خپلې وسلې به پر هغو تاسیساتو وکاروو، چې تر اوسه مو برید نه دی پرې کړی.» د ټاس خبري اژانس د راپور له…

    بشپړ جزئيات