بغلان کې دوه طالبان د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شول

۸صبح، بغلان: ناپېژانده وسله والو په بغلان کې دوه طالبان وژلي دي.

سیمه ییزې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې دوشنبه له غرمې مخکې، دوه طالبان د بغلان د نوي ښار اړوند سیمه کې د موټرسایکل سپرو لخوا ووژل شول.

دغه دوه تنه چې ویل کېږي سره وروڼه وو، ملا نادر او احمدشاه نومېدل او د سمنګان اصلي اوسېدونکي وو.

سیمه ییزې سرچینې زیاتوي، چې دا کسان د سمنګان د مرکز ایبک ښار د څلورمې حوزې د آمر ملا ضیاالحق وروڼه وو.

د دې پېښې لامل شخصي دښمني بلل شوې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې جنایي جرمونه او پر طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button