نیمروز کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شول

۸صبح، نیمروز: په نیمروز کې ځایي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکې پېښې له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړ.

دا پېښه پنجشنبه د زمري پر ۲۰ د زرنج ښار اړوند په سیستان سالون سیمه کې شوې ده.

پېښه له فیلډر ډوله موټر سره د یوه موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په دې وروستیو کې ترافیکي پېښې په بې مخینې توګه خلک قرباني کوي، چې اصلي لامل یې د موټر چلوونکو بې پروايي او کنډکپر سړکونه بلل شوي دي.

Back to top button