ترکیې د نجونو ښوونځیو پر نه پرانیستلو خواشیني څرګنده کړه

۸صبح، کابل: د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې اعلان کړی، چې د نجونو او هلکانو زده کړه د افغانانو هیله ده او ترکیه د «طالبانو پر پرېکړې خواشینې ده».

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پنجشنبه د وري پر ۴ له سرپرست حکومته غوښتي، چې ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي، چې دا کار د افغانانو په ګټه دی.

په دې بیانیه کې راغلي: «ترکیه به د افغانانو تر څنګ ولاړه وي، په تېره بیا په دې سختو ورځو کې.»

د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت پرون اعلان وکړ، چې د نجونو ښوونځي نه پرانیستل کېږي، ځکه د ښوونځیو د نجونو جامې له شریعت سره برابرې نه دي.

د اوسني حکومت دا پرېکړه د بشري حقونو د دفاع کوونکو ډلو، لوېدیځو دولتونو او نړیوالو بنسټونو له خوا غندل شوې ده.

ورته لیکنې

Back to top button