سبا ۱۴ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پېل کېږي

۸صبح، کابل: د پاسپورت عمومي ریاست وايي، چې سر له سبا به د هېواد په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورت د وېش لړۍ پیل شي.

د طالبانو د چارسمبالي حکومت د پاسپورت عمومي رییس عالم‌ګل حقاني د یکشنبې پر ورځ د لیندۍ پر څوارلسمه یو خبري کنفرانس کې وویل، چې سبا به په نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونړ، لغمان، تخار، ارزګان، جوزجان، بغلان، زابل، سمنګان، بامیان او پنجشیر کې هم د پاسپورتونو د وېش چارې پیل شي.

نوموړي ټينګار کړی، چې ډېر ژر به کابل کې هم دا بهیر پیل شي.

حقاني له خلکو غوښتنه وکړه، چې پر جعلي اسنادو دې د پاسپورت د ترلاسي په موخه اقدام نه کوي او کمیشنکارانو ته دې هم پیسې نه ورکوي.

د پاسپورت عمومي رییس د ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې مرکز ته دې د پاسپورت د ترلاسي په موخه نه راځي او له خپل ولایت څخه دې واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د پاسپورت عمومي ریاست په پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ، غزني، دایکندي، فاریاب، نورستان، غور او بدخشان کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل کړې وه.

ځینو نورو ولایتونو کې د پاسپورت د وېش لړۍ د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلې ده.

ورته لیکنې

Back to top button