بدلون؛ د زمري نيمګړی انځور

لیکنه: محمد اسماعيل عندليب

يو باتجربه سپين ږيرښي نکل کاوه، چې په پخوا زمانو کې کوم ځوان يو انځورګر ته ورغی، چې د ولو په منځ کې ورته د زمري انځور وکاږي. دا انځور په داسې ډول جوړېدو چې بايد د انسان د بدن وينه او رنګ سره ګډ او بيا د تل لپاره هغه انځور پاتې شي. پخوانيو نجونو به هم په زنه او جبين خالونه همدارنګه وهل، په کوچيانو او زموږ د هېواد د کليوالو سيمو عمر خوړلې مېرمنې اوس هم د ا خالونه په مخ لري، چې د هغه مهال د سينګار يوه برخه وه.

انځورګر د ځوان د ولو په منځ کې په کار پيل کړ، شيبه وروسته ځوان درد محسوس کړ، خو دا چې انځور يې نه لېد پوښتنه يې کړی، چې «استاده د زمري کومه برخه دې رانيولې؟» انځورګر ورته ويلي، له پښې يې پيلوم، ځوان ورته کړه، چې «يوه پښه دې نه لري.»

انځورګر بيا لاس په کار شو. شيبه وروسته بيا ځوان پوښتنه کړې، دا ځل يې د زمري انځور له لکۍ پيل کړی و، خو ځوان چې دردونو پسې اخستی و، ويل يې چې بې لکۍ زمری دې وي.

انځورګر کار ته دوام ورکړی، خو د ځوان طاقت نه دی شوی، بيا پوښتنه کوي چې اوس يې کومه برخه ده؟ انځورګر د سر د جوړولو وايي، ځوان ورته ویلي «سر دې هم نه وي خو ژر کار خلاص کړه.» انځورګر چې نور يې حوصله تمامه شوې وه ورته وویل، پاڅه ځوانه چې پښې، لکۍ او سر ونه لري، نو زمری له څه جوړ کړم.

د بابا د نکل مورد بل و، خو ما نن ولوستل چې د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رئيس د نړيوال کرکټ له مسوولينو سره خبرو کې ويلي، چې نجونې به په نورمال ډول کرکټ لوبه وکړي، او دوی يې ممانعت نه کوي.

پوښتنه راسره پيدا شوه، چې نجونې به کرکټ په کور او په خونه کې کوي، که بهر په ګراونډ کې؟ دا چې وروزل شي، بيا به له خوېندو او کليوالو سره لوبه کوي او که حکومت به ورته اسانتيا برابروي، چې په نړيوال ډګر به له نړيوالو ټيمونو سره لوبيږي؟

که د طالبانو چارسمبالی حکومت د اوه ويشت کلن شعار او مبارزې او بيا د اوسني عمل تر منځ واټن زياتېږي، نو طبيعي ده، چې په داخل کې به له ستونزو سره مخ شي، که له ستونزو سره مخ نه شي، نو  بیا به يې تاريخ په تېر دريځ د محوې کرښه راکاږي. که څوک عملي غبرګون ونه ښيي، هغه څوک خو به په ذهن کې ځان مات وبولي، چې مبارزه يې د هغو اهدافو لپاره پيل کړې وه، چې طالبانو يې غږ پورته کړی و.

که ځينې کړنې چې دلته يې يادونه اړينه نه بولم، د سياسي مجبوريتونو په دليل معاف شي، نو په کور دننه داسې تګلاره چې يوازې د ځان موډرن ښودلو لپاره جوړيږي، د اسلام د شعار او حکم سره سر نه خوري، او بايد په جديت، ځيرکتيا او پوهه ورسره برخورد وشي.

نجونو ته د کرکټ اجازه ورکول او په وزارتونو کې مسلمانان بيا مسلمانول او هغوي ته لمونځ ورزده کول د ځمکې او اسمان توپير لري. زما په باور نه منظم سياست دی او نه د يوې رهبرۍ درلودونکي حکومت تګلاره.

وېره ده چې هسې نه بې پښو، لکۍ او سر زمري سره مخ نه شو.

ورته لیکنې

Back to top button