په تخار کې د ښاروالۍ کارکوونکو د معاشونو دېرش سلنه ریاتوالی

۸صبح، کابل: په تخار ولایت کې د ښاروالۍ مسوولینو اعلان کړی چې د خپلو کارکوونکو معاشونه یې دېرش سلنه زیات کړي دي.

د طالبانو دولتي خبري آژانس باختر نن چهارشنبې د سلواغې په شپږمه نېټه د تخار د مرکز تالقان ښاروالۍ د عمومي مدیر عظیم الله چنګیز له قوله رپوټ ورکړی چې ددغې ادارې د کارکوونکو معاشونه دېرش سلنه زیات شوي دي.

عظیم الله چنګیز زیاته کړې چې ددغې ادارې د اړتیا له مخې او د ښار د پاکولو بهیر د ښه کولو په موخه د ښاروالۍ د کارکوونکو معاشونه زیات شوي دي.

د ویلو ده چې په مرکز او ولایتونو کې د ښاروالۍ کارکوونکو د معاشونو کچه لس تر ۱۵ زره افغانۍ ده.

ورته لیکنې

Back to top button