د فوټبال نړیوال جام به له ټاکلې مودې یوه ورځ مخکې پیل شي

د راپورونو له مخې د فیفا د هوکړې په صورت کې به نړیوال جام، چې قطر یې کوربه دی، له ټاکل شوې مودې یوه ورځ مخکې پیل شي.

رویټرز چهارشنبه د اګسټ پر ۱۰ راپور ورکړی، چې که فیفا د نړیوال جام یوه ورځ مخکې پیلېدل ومني، لومړۍ سیالي به د روان زېږدیز کال د نومبر میاشتې پر ۲۰ ترسره شي.

په راپور کې راغلي، چې د فیفا د شپږو سیمه ییزو کنفدراسیونونو مشران او د فیفا مشر جیاني اینفانتینو باید دغې طرحې ته رایه ورکړي؛ خو پر ناوخته اعلامیې سربېره تمه کېږي، چې له دغې پرېکړې څخه ملاتړ وشي.

ویل کېږي، چې ښایي دغه بدلون سبا تایید شي او پروګرام دا دی، چې ډاډ ترلاسه شي پلویان د الوتکو او د اوسېدو ځای د بدلون لپاره هېڅ ډول لګښت ته اړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه، لومړی لوبه د سږ کال د نومبر میاشتې پر ۲۱ وشي.

Back to top button