تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله آسیا جام کې د لوبېدو په موخه متحده عربي اماراتو ته لاړه

۸صبح، کابل: د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته لاړه.

د دې لوبډلې لوبغاړي نن یکشنبه د لیندۍ پر اته ویشتمه متحده عربي اماراتو تللي دي.

افغان لوبډله د یادو سیالیو په الف ګروپ کې له پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو سره سیالۍ لري.

افغان لوبډله خپله لومړۍ سیالي د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ له پاکستان سره کوي.

د کرکټ بورډ چارواکو ویلي، دې لوبډله ته لوبغاړي د وړتیا پر بنسټ غوره شوي او تمه ده، چې په لوبو کې ښه وځلېږي.

سږني اسیا جام کې تر ۱۹ کلنو کم عمره اته لوبډلې برخه لري، چې له ډلې یې د افغانستان په ګډون بنګله دېش، سرېلانکا، هندوستان او پاکستان د دې لوبو بشپړ غړیتوب لري او کویټ، متحده عربي امارات او نیپال لوبډلو د غوراوي سیالیو تر پړاو ور,سته لوبو لاره پیدا کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button