په لږ شمېر لیدونکو سره د وزلوبې لیګ د درېیم پړاو پيلېدل

۸صبح، کابل: د افغانستان د وزلوبې لیګ درېیم پړاو په لږ شمېر لیدونکو سره پیل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد نن پنجشنبه د کب پر پنځمه په هېواد کې د وزلوبې لیګ د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د دغو سیالیو د پرانیستو له بهیره په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د تېرو کلونو په پرتله په دې پړاو کې د لیدونکو ګډونوالو شمېر ډېر کم دی.

له بلې خوا مجاهد زیاته کړې: «موږ غواړو، چې دا لوبې په خوښۍ پای ته ورسېږي او لیدونکي ترې خوند واخلي.»

د وزلوبې لیګ درېیم پړاو په داسې حال کې پېلېږي، چې تېر کال د دغو لوبو لپاره له بېلابېلو ولایتونو څخه زیات شمېر خلک مرکز ته راغلي وو.

Back to top button