د طالبانو بري، پاکستاني توند لارو ته لازیات جرئت ورکړ

لیکواله: کتي ګانون

دري ژباړه: اسحق علي محسني
سرچینه: AP News
د افغانستان او پاکستان په غرنیو قبایلي سیمو کې، یو آرام او دوامداره خطر د بڼې موندلو په حال کې دی: د طالبانو راستنېدل

د پاکستاني طالبانو تحریک چې په تېرو کلونو کې یې په پاکستان کې په خونړیو کړنو سره اسلام آباد ته درانه زیانونه اړولي، په افغانستان کې د طالبانو په بریالي کېدو سره لاهڅول شوي دي.

داسې ښکاري چې دوی د قبایلي سیمو د نیولو په لټه کې دي؛ هغه سیمې چې کابو اوه کاله مخکې یې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله له لاسه ورکړې. د سیمه ییزو قراردادیانو د رپوټونو له مخې، طالبانو له دې مخکې په دغو سیمو کې خپل حضور زیات کړی او له ټولو قرارداد کوونکو پیسې اخلي. هغه کسان چې د پیسو له ورکړې ډډه کوي، د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

د بېلګې په توګه د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې نور اسلام داوړ د میرعلي ښار په یوه څنډه کې د کانال یوه کوچنۍ پروژه عملي کوله. طالبانو له هغه وغوښتل چې ۱۱۰۰ ډالر برخه یې ورکړي. دا په داسې حال کې و چې د پروژې ټوله ګټه له پینځه زره ډالرو زیاته نه وه. هغه د ورکولو لپاره څه نه لرل له دې امله مجبور شو طالبانو ته د نږدې کسانو له لارې غوښتنه وکړي چې هغه درک کړي.

نوموړی بله اونۍ د یوه ناپېژانده وسله وال له خوا په ډزو سره ووژل شو، د داوړ کورنۍ طالبان ګرم بولي.

پاکستاني طالبان چې د «طالبانو تحریک» یا «ټي ټي پي» په نوم شهرت لري، له افغان طالبانو جلا طالبان دي. هغه نظریات چې دوی یې لري، دېر افراطي او انحصار غوښتونکي دي. ټي ټي پي د دوه زرم میلادي کال په لومړیو کې جوړ شو او د څو وسله والو عملیاتو، بمي چاودنو او نورو کړنو په ترسره کولو یې ډېرې قبایلي سیمې ونیولې. سربېره پر دې دوی ژمنه وکړه چې د پاکستان دولت سقوط کړي. خو په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د پوځ عملیات دوی سره وپاشل.

په ماساچوست پوهنتون کې د اسلامي تاریخ د استاد برایان ګلین په اند چې د جهادي ډلو په اړه ډېرې لیکنې لري: «پاکستاني طالبان آن د افغان طالبانو له خوا د اګست په ۱۵مه نېټه د افغانستان له بیا نیولو مخکې، په افغانستان کې د امنو پټنځایونو په لرلو پېژندل کېدل. د افغان طالبانو له لوري د امریکا ماتې، پاکستاني طالبانو ته جراات ورکړی دی. اوس داسې ښکاري چې دوی دې پايلې ته رسېدلي چې د حق اخیستو وخت رارسېدلی دی. له دې امله، پاکستاني طالبان هم کولای شي د پاکستان د بې دینه دولت پرخلاف له بري ډک جهاد ترسره او یو ځل بیا ګډوډي رامنځته کړي.»

په وروستیو میاشتو کې ټي ټي پي خپل عملیات زیات کړي دي. د اسلام اباد د جګړې او امنیت موسسې په وینا، یوازې له جنورۍ میاشتې راهیسې ددغه هېواد ۳۰۰ عادي وګړي او ۱۴۴ امنیتي پوځیان په ترهګرو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د اسلام اباد د سولې او جګړې موسسې د اجرايي مدیر امیر رعنا په وینا: «د افغانستان مسلې په پاکستان کې مذهبي ډلو ته د توندلارو کړنو دترسره کولو لپاره انګیزه ورکړې ده.»

دا ډلې په عملي توګه شیعه مسلمانانو ته ناسمې خبرې کوي او مرتد یې بولي، په لاریونونو او غونډو کې د افراطي اسلام له تفسیره ملاتړ کوي. یو ګوند د پاکستان تحریک لبیک دی چې د هغو کسانو په وړاندې چې سپېڅلتیاوو ته سپکاوی وکړي د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د خوندیتوب په وړاندې خصوصي اجنډا لري. له دغه قانونه د خپلو مخالفینو او لږکیو په وړاندې کار اخلي او په دې اساس په آسانۍ خپل غړي د شریعت د قوانینو په وړاندې د ساده دریځونو له امله وژلو ته وهڅوي.

رعنا رشید خبرداری ورکوي چې پاکستاني ټولنې د مذهب پالنې له امله لوی ګوذار خوړلی او اوس دا ډلې د افغان طالبانو په شان حکومت د جوړولو په لور حرکت کوي.

یوه نظرپوښتنه چې د پاکستان ګال آپ موسسې ترسره کړې ښيي چې د پاکستان ۵۵ سلنه وګړي په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته ورته نظامه ملاتړ کوي. دا نظرپوښتنه د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته له دوه زره او ۱۷۰ پاکستانیانو د پوښتنې پربنسټ ترسره شوې ده.

پاکستان چې تراوسه نه دی توانیدلی طالبان د هېوادونو ملاحظاتو ته له پامه پرته په یو اړخیز ډول په رسمیت وپېژني، شرمېدلی دی؛ خو تراوسه له نړۍ سره په ناندریو بوخت دی ترڅو د دوی قناعت ترلاسه کړي چې دافغانستان له نویو لوبغاړو سره تعامل وکړي او امریکا ته ټینګار کوي چې ددې هېواد کنګل شوې شتمني آزاده کړي او په عین حال کې پر طالبانو فشار راوړي چې له لږکیو او مخالفینو سره خپل چلند نرم کړي.

له افغان طالبانو سره د پاکستان رابطه تل ثابته وه او دا چاره د امریکا د غوسې لامل شوې ده؛ آن تر دې چې جمهوري غوښتونکو سناتورانو یو قانون وړاندې کړ چې د تایید په صورت کې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په راوستو سره د امریکا پرخلاف د ناقانونه کړنو په تور له بندیز سره مخ شي. دغې مسلې د پاکستان د مشر غوسه راپارولې او ویلي یې دي چې دوی باید له طالبانو پوښتنه وکړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پرمهال کومه نېټه د وروستي وتلو لپاره وه چې د طالبانو د راتلو زمینه یې برابره کړې ده.

پاکستان له افغان طالبانو سره اوږدې اړیکې لري چې مخینه یې په ۱۹۸۰میلادي لسیزه کې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو پرخلاف جګړې له وخته ده. له هغه وخت راهیسې پاکستان د شوروي پرخلاف د امریکا لپاره د جبهې د شا په توګه بلل کېده. په تېره بیا حقاني ډله چې ښایي اوس په افغانستان کې تر ټولو پياوړې ډله وي، دا ډله د پاکستان له استخباراتي سازمان سره ژورې اړیکې لري.

د امریکا د سولې موسسې د لوړپوړي کارپوه اسفندیار میر په باور، پاکستان سراج الدین حقاني ته چې د طالبانو په نوي دولت کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه ګمارل شوی، له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو د پيلولو لپاره د همکارۍ وړاندیز کړی دی. ښاغلي میر همداراز ویلي چې د ټي ټي پي یو شمېر چارواکي چې غرنۍ سیمې په واک کې لري، مذاکراتو ته چمتو ده؛ خو ددې ډلې یوه افراطي برخه چې د نورولي مسعود له خوا یې مشري کېږي، مذاکرې ته لېوالتیا نه لري او غواړي چې سویلي وزیرستان تر خپل واک لاندې ولري.

روښانه نه ده چې حقاني به بریالی شي چې مسعود له پاکستان سره خبرو ته حاضر کړي یا دا چې له پاکستاني طالبانو سره به خپلې اړیکې پرې کړي.

له اسلام اباد سره په مذاکراتو کې ټولې هڅې په دې اړه دي چې ټي ټي پي غواړي په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي په خپل تفسیر سره شرعي قانون واکمن او د وسلو لرل له دغې ډلې سره خوندي وي. دغه څرګندونې هغو دوو تنو چې له دوو پاکستاني چارواکو سره نږدې اړیکې لري د نوم نه اخیستو په شرط او دا چې د مذاکراتو د خبرونو د خپرولو اجازه نه لري، اسوشیتډ پرس ته کړې دي.

د امریکا له ډېموکراسۍ د دفاع له بنسټه بیل راګیو چې د فکر په کوټه شهرت لري، وايي: پاکستان په دې موخه له طالبانو سره خبرې پيل کړې چې د خپلو امنیتي ځواکونو پرخلاف بریدونو مخه ونیسي. خو هغه خبرداری ورکوي چې د پاکستان د دولت دا کار به ورته ګران تمام شي.

ښاغلی راګیو زیاتوي: «ټي ټي پي به د دې هېواد پر کوچنۍ برخې په کنټرولولو راضي نه شي، بلکې غواړي د افغان طالبانو په شان پر ټول پاکستان واکمن شي.»
دا رپوټ په اسلام آباد کې د اسوشیتډ پرس د خبریال منیر احمد په همکارۍ برابر شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button