د طالبانو چارسمبالي حکومت ۲۰ ولایتونو ته نوي والیان معرفي کړل

۸صبح، کابل: د طالبانو چارسمبالي حکومت ۲۰ ولایتونو ته نوي والیان معرفي کړي دي.
د طالبانو سرپرست حکومت د یکشنبې پر ورځ د لړم پر شپاړسمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د طالبانو د سرپرست حکومت رهبر ملاهبتالله ولایتونو کې د چارو د ښه والي په موخه نوي والیان، د والیانو مرستیالان او امنیې قوماندانان معرفي کړي دي.
د دغه اعلان له مخې، قاري بریال د کابل والي او وليجان حمزه د کابل د امنیې قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
همداراز عبدالغني د بدخشان والي، حبیبالرحمن صهیب د کندز والي، قاري بختیار د بغلان والي، عبدالرحمن اکا د سرپل والي، شعیب د جوزجان والي او قاري پهلوان د فاریاب والي په توګه ګمارل شوي دي.
حاجي ماليخان د لوګر والي، عبدالله سرحدي د بامیان والي، محمدامین جان کوچی د میدان وردک والي او اسحاق اخندزاده د غزني والي په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو چارسمبالي حکومت عبدالله مختار د پکتیکا والي، محمدعلي جان د پکتیا والي، بسمالله عبدالله د زابل والي، عبدالله د کونړ والي، روحاني د فراه والي او نجیبالله د نیمروز والي په توګه معرفي کړي دي.
همداراز یادو شویو ولایتونو ته نوي د امنیې قوماندانان هم معرفي شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی، چې د هېواد په کچه په ملکي او پوځي برخه کې دومره زیاتې نوې ګمارنې شوې دي.