طالبانو افغانستان ته د هندي ډيپلوماتانو د راتګ هرکلی کړی

۸صبح، کابل: افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د هندي ډيپلوماتانو د راتګ هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې د ډيپلوماتانو د امنیت تر څنګ د هغوی خوندیتوب ته هم پاملرنه کوي.

نوموړي وزارت شنبه د زمري پر ۲۲ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان کې د هند د ډيپلوماتيکې استازولۍ د کچې د لوړېدو او د ډيپلوماتانو له رالېږلو سره به د هند او افغانستان اړیکې لا وغوړېږي؛ د هند نیمګړې پروژې به بشپړې او پر نورو بنسټيزو پروژو به کار پیل شي.

له دې وړاندې هندي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په حواله راپور ورکړی و، چې کابل کې د دغه هېواد سفارت ته یوه ډله ډيپلوماتان لېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته ویلي: «پر دې سلا شوې یو، چې سفارت ته یو ځل بیا خپل ډيپلوماتان واستوو؛ خو سفیر نه لېږو.»

جي شنکر زیاته کړې، چې د هند او افغانستان تاریخي اړیکو او له خلکو سره د اړیکو په دوام دا ډيپلوماتان کابل ته استول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د تېر میلادي کال په اګسټ کې او د جمهوریت له پرځېدو وروسته په کابل کې د هند ټولو ډيپلوماتانو افغانستان پرېښی و.

ورته لیکنې

Back to top button