طالبانو د زابل دارالعلوم په جهادي مدرسې بدل کړ

۸صبح، زابل: زابل کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت عالي دارالعلوم د دیني او جهادي زده کړو لپاره په مدرسې بدل کړی دی.

دغه دارالعلوم چې شاوخوا ۱۵۰۰ تنو زده کوونکو پکې عصري او دیني زده کړې کولې، د زده کونکو لپاره یې د شپې لیلیه هم لرله.

طالبان وایي، دا چې زابل د جهاد مرکز دي نو په دغه ولایت کې باید لویه جهادي مدرسه جوړه شي.

د زابل دارالعلوم چې له تېرو څو لسیزو راهیسي پکې د زابل له بېلابېلو ولسوالیو او مرکز کلات ښار څخه زده کوونکو زده کړې کولې، طالبانو په جهادي مدرسې بدل کړ.

ورته لیکنې

Back to top button