طالبان وايي نوي کال ته به د نجونو ښوونځي پرانېزي

۸صبح، کابل: طالبان وايي، هیلهمن دي چې نوي لمریز کال کې به د نجونو ښوونځي پرانېزي.
اوسمهال له ځينو ولایتونو پرته د نجونو پر مخ ښوونځي یوازې له لومړي تر شپږم ټولګي پرانېستې دي.
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد له اسوشیتېدپرس سره په خبرو کې ویلي، د پوهنې وزارت راتلونکي لمریز کال کې د نجونو پر مخ د درسي ټولګیو پرانېستلو په هڅه کې دی.
نوموړي ویلي، د نجونو او ښځو زدهکړې د «ظرفیت مسالې» سره تړلې دي.
د هغه په خبره، د نجونو او هلکانو ټولګي دې په کامله توګه له یو بله بېل شي. نوموړي نجونو ته د اړتیا وړ لیلیې برابرول لویه ستونزه یاده کړې، تر څو نجونې پکې په ډاډه زړه مېشته شي.
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ویلي، زیات جمعیت لرونکو سیمو کې د نجونو او هلکانو لپاره د اړتیا وړ ټولګي نشته او پکار ده، د ښوونځيو ودانۍ يې بېلې شي.
که څه هم د نجونو او هلکانو ښوونځي د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په بېلو وختونو کې و، خو طالبانو د زیات عمرلرونکو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.
نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېزي.
د یادولو ده، چې تر اوسه د طالبانو سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
دغه راز د ډېرو دولتي ادارو ښځينه کارکوونکې هم دندو ته نه دي غوښتل شوې.
دې موضوع پراخ اعتراضونه او غبرګونونه پارولي دي.
طالبانو په وار وار ویلي، چې د نجونو او ښځو د زدهکړو خلاف نه دي او هغوی ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار اجازه ورکوي.