طالبان د فیض الله جلال د نیولو په توجیه کې: نوموړي، خلک د نظام پرخلاف هڅول

۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند تایید کړه چې د پوهنتون استاد او د طالبانو پر چارسمبالي حکومت نیوکه کوونکی فیض الله جلال یې نیولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې فیض الله جلال متعصب انسان بللی او ویلي یې دي چې په ټولنیزو شبکو کې د هغه د ځینو نیوکو او لیکنو په هکله د توضیحاتو ورکولو په موخه نیول شوی دی.

نوموړي هغه نیوکې چې فیض الله جلال ته منسوب له ټویټري آدرسه خپرې شوې بې ځایه خبرې بللې دي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، فیض الله جلال خلک د نظام په وړاندې هڅول او د خلکو په آبرو ملنډې وهلې.

د طالبانو ویاند ویلي چې هغه یې نیولی ترڅو نور څوک د استاد او پوه!!؟ له آدرسه په دا ډول بېځایه خبرو د انسانانو سپکاوی ونه کړي.

ذبیح الله مجاهد هغه عکسونه چې د استاد فیض الله جلال په نوم له توټیټر څخه خپاره شوي، د نظام برخلاف د خلکو د هڅولو د شاهد په توګه خپاره کړي دي. تراوسه فیض الله جلال ته ددغه ټویټر منسوبېدل نه دی تایید شوي.

له دې مخکې رپوټ ورکړی شوی و چې طالبانو د شنبې په ورځ د مرغومي په اتلسمه نېټه د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال د کابل په مکرویانونو کې له خپله کوره بیولی دی. طالبانو په دې هکله څه نه و ویلي.

د کابل پوهنتون استاد فیض الله جلال، د طالبانو د حکومت جدي نیوکه کوونکی و. هغه یو ځل د طلوع نیوز په یوه ژوندۍ خپرونه کې د طالبانو پر ویاند سخته نیوکه کړې وه.

ددې مرکې له خپرېدو وروسته یې هرکلی هم وشو، د فیض الله جلال د ځاني امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

اخوا، د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې فیض الله جلال خوشی کړي. همداراز د ټولنیزو شبکو کاروونکو هم د ښاغلي جلال د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button