طالبانو په تخار کې د حزب التحریر ځینې غړي نیولي دي

۸صبح، تخار: تخار کې ځايي سرچینې وايي، دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو ریاست د حزب التحریر ځينې غړي نیولي دي.

یوې امنیتي سرچینې نن سه‌شنبه د مرغومي پر ۲۸ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې نیول شوي کسان له حزب التحریر سره د غړیتوب او دغه راز داعش ډلې ته د تبلیغ او بسترجوړونې په تور نیول شوي دي.

ورته مهال تخار کې ځايي طالب مسوولان په رسمي توګه د حزب التحریر غړو د نیولو په تړاو څه ویلي نه دي.

د یادونې وړ ده، چې حزب التحریر د پخواني حکومت پر مهال تخار کې زیات شمېر پروګرامونه جوړول. پخواني حکومت د دغه حزب پر ټولېندنې ځینې محدودیتونه وضع کړي و.

ورته لیکنې

Back to top button