طالبانو د کرکټ بورډ مخکینی رییس په کابل کې ونیوه

۸صبح، کابل: سرچینې وايي، چې طالبانو د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي په کابل کې نیولی دی.

له کرکټ بورډه باوري سرچینه وايي، چې عزیزالله فضلي یکشنبه د چنګاښ پر ۱۲ ناوخته له یوه جعلي مکتوب سره بورډ ته ورغلی او ځان یې د دغه بنسټ نوی رییس معرفي کړی و.

د سرچینې په وینا، د کرکټ بورډ ساتونکو په دې دلیل چې کاري وخت پای ته رسېدلی، له ښاغلي فضلي څخه غوښتي، چې په رسمي وخت کې دغې ادارې ته ورشي او مکتوب باید د دې پرځای چې کرکټ بورډ ته وروړي، د اصولو پر اساس د چارو ادارې له لارې ور واستوي.

سرچینه وايي، چې د کرکټ بورډ مخکینی رییس د دغه بنسټ له دروازې څخه ګرځول شوی؛ خو دوی یې د نیول کېدو په هکله معلومات نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینو طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د کرکټ بورډ مخکیني رییس له وسله والو سره دغه بنسټ ته مراجعه کړې وه او کله چې بورډ ته نه و پرېښوول شوی، هوايي ډزې یې کړې دي.

د سرچینو په وینا، فضلي له دې چارې وروسته د رییس الوزرا د هدایت پر اساس نیول شوی دی.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته دغې ډلې کرکټ بورډ ته نوی رییس وګوماره.

Back to top button