طالبانو په بلخ کې د دولتي ادارو ۶۰ کارکوونکي ګوښه کړل

۸صبح، بلخ: بلخ کې ځايي سرچینې وايي، چې طالب مسوولانو په دغه ولایت کې د دولتي ادارو ۶۰ کارکوونکي ګوښه کړي او پرځای يې خپل کسان ګومارلي دي.

سرچینو یکشنبه د زمري پر ۲۳ له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې د کلیو د پراختیا او عدلیې ریاستونو او د ولایت مقام ۶۰ کارکوونکي له دندو ګوښه شوي دي.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، د کلیو د پراختیا ریاست ۱۹ کارکوونکي، د عدلیې ریاست ۱۰ کارکوونکي او د ولایت مقام ۳۰ کارکوونکي له دندو لرې شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې د ګوښه شویو کسانو پرځای تر ډېره طالبانو خپل کسان ګومارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې په ورته اقدام لاس پورې کړی او د تېر حکومت تجربه لرونکي کسان یې ګوښه کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button