طالبانو ملي شورا، د سولې عالي شورا او د ملي امنیت شورا منحل کړې دي

۸صبح، کابل: د طالبانو حکومت د ملا هبت الله د شفاهي حکم پر بنسټ، د ملي شورا او ملي امنیت شورا په ګډون، یو شمېر دولتي ادارې منحل کړې دي.

هغه لیک چې دوشنبه د غویي پر ۲۶ د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلی، ښیي چې طالبانو د دغو دوو بنسټونو تر څنګ، د مصالحې عالي شورا هم لغوه کړې ده.

همداراز ویل شوي، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د اساسي قانون د پلي کېدو د څار خپلواک کمیسیون تشکیلات هم منحل اعلان شوي دي.

د دغه لیک پر بنسټ، طالبانو د یادو ادارو په ګډون د ملي شورا د دواړه جرګو دارالانشا هم د وري له لومړۍ نېټې څخه لغوه کړې ده.

د طالبانو په لیک کې نه دي ویل شوي، چې د افغانستان د پارلمان برخلیک څنګه کېږي؛ ځکه د ملي شورا دواړه جرګې له دوو (سیاسي او اجرایي) برخو څخه جوړې شوې او د دغو دارالانشاوو له لغوې سره به د هېواد پارلمان هم له منځه ولاړ شي.

د ویلو ده، چې طالبانو مخکې د ټاکنو کمېسیونونه، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت او د سولې او بشري حقونو وزارت هم منحل اعلان کړی و.

ورته لیکنې

Back to top button