طالبانو په غزني کې ښځینه واکسیناتورانو ته د کار اجازه ورنه کړه

۸صبح، غزني: غزني کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت د ګوزڼ واکسین د کمپاین له پیل سره، طالبانو ښځینه واکسیناتورانو ته د کار اجازه نه ده ورکړې.

سرچینو پنجشنبه د چنګاښ پر نهمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د ګوزڼ واکسین تطبیق کمپاین د غزني په مرکز او ولسوالیو کې له دوو ورځو راهیسې پیل شوی دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو په دغه ولایت کې سلګونه ښځینه واکسیناتورانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په دغه کمپاین کې برخه واخلي.

د غزني د طالبانو د عامې روغتیا په ریاست کې یوې سرچینې هم تایید کړې، چې د دغه ریاست مسوولانو د ښځینه واکسیناتورانو پرځای چې څو دورې روزنه یې هم لیدلې، بې تجربې او ان نالوستي کسان ګومارلي دي.

د ویلو ده چې په دغه کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ نږدې ۱۰۰ زره کم عمر لرونکي ماشومان په غزني کې د ګوزڼ له واکسینو برخمن شي.

ورته لیکنې

Back to top button