طالبانو په غور کې د نیول شویو کسانو د بدن غړی پرې کړي او وروسته یې وژلي

۸صبح، کابل: د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو اسیران د بدن غړو له پرې کولو وروسته، په تړلو لاسونو وژلي دي.

د دغه وژل شویو انځورونه چې پنجشنبه د چنګاښ پر نهمه د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلي، ښیي چې طالبانو د نیول شویو کسانو د بدن غړي پرې کړي او وروسته یې په ډزو وژلي دي.

د ویلو ده، چې طالبان د ولسي پاڅونوالو د مخکیني قوماندان محمد مرادي پر کور له برید سره، دغه قوماندان د دوو ښځو په ګډون له ۷ نورو کسانو سره وواژه.

ویل کېږي چې طالبانو له دغه قوماندان سره د همکارۍ په تور څو تنه نیولي او په تړلو لاسونو یې وژلي دي.

په دې ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغو وژلو شویو مړي زړه بوږنونکې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button