طالبانو په غزني له نیکر سره فوټبال او پر ځمکه پهلواني منع کړه

۸صبح، غزني: غزني کې سرچینې تاییدوي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان په تېرو ورځو کې د دغه ولایت ورزشي لوبغالو ته تللي او پر سپورټ او د لوبغاړو پر جامو یې نوي قانونونه لګولي دي.

سرچینې سه شنبه د غویي پر ۲۷ وایي، چې محتسبانو د فوټبال برخې لوبغاړو ته خبرداری ورکړی، چې وروسته له دې به په لوبو او تمرینونو کې نیکر نه اغوندي.

طالبانو همداراز په دغه ولایت د پهلوانۍ برخې لوبغاړو ته ویلي، چې د دغې رشتې تمرینونه دې په ولاړه ترسره کړي. هغوی پر ځمکه پهلواني منع اعلان کړه.

په همدې حال کې سرچینو تاییده کړې، چې په غزني کې د ټولو رشتو تر ۱۸ کلنۍ د ټیټو لوبغاړو پر لوبو بندیز لګېدلی دی.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو د ټولنې پر بېلابېلو برخو ډېر بندیزونه لګولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button