طالبان کوچیان له خپلو کورونو باسي

۸صبح، زابل: د زابل مرکز کلات کې کوچیانو ته طالبانو خبرداری ورکړی، چې خپل کورونه پرېږدي.

په دغه ولایت کې د غصب د مخنیوي په نوم کمېسیون د پخواني حکومت له لوري کوچیانو ته ورکړل شوې ځمکې او سرایونه اوس د دغه سرایونو له څښتنانو څخه اخلي.

کوچیان هم د طالبانو پر دې کړنې خواشیني دي او وایې، چې پخواني حکومت د اوسېدو لپاره دغه ځمکې ورکړې دي.

دوی وایې، چې پر خپلو کورونو یې زیات لګښتونه کړي؛ خو اوس یې ترې طالبان اخلي او هره ورځ ورته خبرداری ورکوي.

د ویلو ده، چې تر دې مخکې هم طالبانو په دغه ولایت کې د غصب په نوم د پخواني حکومت له لوري خلکو ته د سرپنا لپاره چې حویلۍ ورکړل شوې وې، اوس ترې ګرځول شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button