طالبانو په فراه کې له خلکو سره تر شخړې وروسته څو کسان شکنجه او بنديان کړل

۸صبح، کابل: د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې له خلکو سره د یوه بوټي د راټولولو پر سر شخړه کړې او څو تنه یې ټپيان کړي دي.

د سیمې اوسېدونکو او طالب جنګیالیو ترمنځ دا نښته دوشنبه د غويي پر ۲۶ د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې شوې ده.

د یوه بوټي پر راټولولو شخړه چې خلک یې شیره پلوري، له هغې وروسته وشوه، چې طالبانو د دغه بوټي د ټولولو او د پرچمن ولسوالۍ د غرونو مسوولیت چې د دې بوټي د زرغونېدو سیمه ده، خپلو کسانو ته وسپاره.

د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکي له دې کار سره تر مخالفت وروسته، د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول، چې په پایله کې طالبانو د سیمې څو اوسېدونکي ټپیان، شکنجه او بندیان کړل.

هغه تصویرونه چې ۸صبح ورځپاڼې ته رالېږل شوي، ژوبل ملکي کسان پکې لیدل کېږي.

په فراه کې طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې طالبانو په هېواد کې واک ته له رسېدو وروسته، په بیا بیا له خلکو سره شخړې کړې او دوی یې شکنجه او وهلي ټکولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button