د کابل په هوايي ډګر کې د چاودنې کیسه؛ «د مرګ تر پولې ورغلی وم»

لیکنه: محمدزمان سیرت

د کابل له سقوط وروسته، سختې ورځې راورسېدې هر څوک د تېښتې په لټه کې وو. لسګونه کورنۍ له ښارونو، په تېره کابل څخه لیرې پرتو کلیو ته ولاړل. لسګونه نورې کورنیو د ایران، پاکستان او تاجکستان پولو ته پناه یوړه؛ هغوی له ناهیلۍ سره پاتې وو.

هره ورځ وضعیت د خرابېدو په حال کې و او خلکو په ورخطایۍ هرې خواته د تېښتې لار لټوله. وضعیت زموږ د ملګرو لپاره چې نومونه یې نه اخلم ډېر سخت شوی و. هغوی کلونه له مهمو دولتي ادارو او بهرنیو موسسو سره کار کړی و او په نږدې کاري اړیکو سره یې په افغانستان ګڼ پروګرامونه عملي کړي وو. زه د هغوی کیسه لیکم؛ هغه څه يې چې له ما سره یې شریک کړی، د هغوی مستقیم نقل قول کوم.

«د کابل فضا له ډول ډول خبرونو ډکه وه او د سمو او ناسمو خبرونو توپیر ډېر ستونزمن شوی و. سره له دې چې هره ورځ مو له مختلفو ولایتونو لسګونه خبرونه ترلاسه کول او د ولسوالیو او آن ولایاتو د تسلیمېدو خبرونه مو اورېدل، خو موږ بیا هم دنده ترسره کوله.»

شرایط داسې شول چې اړ وو له دفترونو د خپلو اسنادو له اخیستو پرته، هغه ځای پرېږدي او په بې برخلیکه وضعیت کې پاتې شي. له دې امله چې طالبانو د ښځو کار کولو ته اجازه نه ورکوله، نور نو د هغوی کار ځای ته ورتګ ناشوني و. د افغانستان په تېره کابل له بشپړ سقوط وروسته، د ښځو لپاره شرایط ستونزمن شول او هغوی په عملي توګه په خپلو استوګنځیو کې زنداني شوې. دوی چې په سختو شرایطو او ظاهراً امنو ځایونو کې ژوند کاوه، خو بیا هم هره شېبه په دې وېره کې وو چې څوک به ورشي. بالاخره دې ته اړ شول چې له امریکایانو سره په یوې هوکړې د کابل هوایي ډګر ته لاړ شي. کله چې هلته ورسېدل، سلګونه افغانان هوایي ډګر ته د ننوتلو ته په تمه وو، له اسنادو او یو شمېر هم له سنادو پرته.

په تېرو ورځو کې یو شمېر توانېدلي و چې بې اسنادو له هېواده بهر شي او په پایله کې یې، څو تنو د هېواده د بهر تلو په نیت د الوتکو پر وزرو پورې ځانونه ځړولي و چې د مړینې لامل یې شو. د دې پېښې وېروونکي انځورونه، د افغانستان په خونړي تاریخ کې ثبت شول.

«بالاخره له هېواده د تېښتې په لټه کې شوو. په هغو شرایطو کې تر ټولو مهم کار، هوایي ډګر ته د ننه کېدل و.» په هوایي ډګر کې ټولو هڅه کوله چې زر تر زره د هوایي ډګر دروازې ته ځان ورسوي. هغوی هم له ساعتونه ځنډ وروسته بریالي شول چې دروازې ته نږدې شي ترڅو د امریکایانو برېښنا لیکونه د هغه هېواد سرتېرو ته وښيي او هوایي ډګر ته د دننه کېدو اجازه ترلاسه کړي. په همدې حال کې د چاودنې وېروونکی غږ د هوایي ډګر په څو مترۍ کې د هغه ځای وضعیت بدلوي. «غوږونو مو آواز کاوه او هېڅ مو سم نه اورېدل؛ یوازې د سرتېرو چغې د هغوی د لاسونو له ښورولو او د وسلو له حرکته پوهېدو چې ویل یې په ځمکه پرېوزی او مه خوځېږئ له څو دقیقو وروسته مو کرارکرار د ټپیانو او د کورنیو د ژړا او نارو غږونه واورېدل چې ویل یې لورې! زویه! او…»

هغوی دې ته اړ شول چې څو ساعته بې له هیڅ حرکته پر ځمکه پرېوزي تر څو د سیمې د وتلو لپاره وضعیت ښه شي. «خونړۍ فضا، د میندو ژړا او چغې، د وینو او د اوښکو بهوونکي ګاز بوي، پر له پسې چاودنو د مرګ تر پولې رسولي وو ساه مو نشو اخیستی او هره شېبه د آکسیجن کمښت د زیاتېدو په حال کې و او د ژړا غږونه، د چاودنې له امله لوګی او ګردونو داسې یوه وېروونکې فضا جوړه کړې وه چې له هغې مودې وروسته مې تر یوې اوونۍ هره شپه بد خوبونه لیدل. وروسته له کابو درېیو ساعتونو پریوتو چې د وینو ویالې بهېدلې وې، اجازه مو ترلاسه کړه چې د چاودنې له سیمې لیرې شو. د سیمې د پرېښودو پرمهال مو وېروونکې صحنه ولیده؛ بې تنې سرونه، بې تنه لاسونه، پښې او سر… دې ته اړ شوو چې له دې لوڅو بدنونو، پښو او سرونو تېر شو او ځانونه امن ځای ته ورسوو.»

ورته لیکنې

Back to top button