پنجشېر کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو پیل

۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د مقاومت جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پيل څخه خبر ورکوي.

د سرچینو په وینا، دغه نښتې د خنج ولسوالۍ په شابه سیمه کې چهارشنبه د زمري پر ۱۹ له ۱۲:۱۵ بجو پيل شوې او تر اوسه دوام لري.

سرچینې وایي، چې نښتې داسې مهال پیل شوې، چې طالب جنګیالیو غوښتل د مقاومت جبهې ځواکونو پر پټنځایونو برید وکړي.

سرچینې جوتوي، چې طالب جنګیالي پر لاره د مقاومت جبهې ځواکونو له کمین سره مخ شوي دي.

تر اوسه د دې نښتې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نشته.
تېرو څو ورځو کې پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښته نه وه.

ورته لیکنې

Back to top button