د شانګهای ناسته د افغانستان په محوریت ترسره شوه

۸صبح، کابل: د پاکستان، هند، روسیې، چین او د شانګهای همکاریو بنسټ نورو غړو استازو نن دوشنبه د غویي پر ۲۶، په یوه ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه څېړنه او خبرې اترې وکړې.

دغه ناسته چې د هند په کوربتوب په نوي ډیلي کې ترسره شوې، تر څلورو ورځو دوام کوي. ټاکل شوې، چې د سیمې د هېوادونو استازي افغانستان کې د امنیتي وضعیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړي. په دې ناسته کې د پاکستان درې کسیز پلاوي هم ګډون کړی.

هند کې د افغانستان د مخکیني حکومت سفیر هارون ماموندزي چې په دې ناسته کې يې ګډون کړی، په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په تېرو نهو میاشتو کې افغانستان کې امنیتي او انساني وضعیت لا بد شوی دی.

چین، روسیه، هند، پاکستان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجیکستان او اوزبیکستان د شانګهای همکاریو سازمان غړی هېوادونه دي او د افغانستان په شان ځینې هېوادونه په دغه سازمان د څارونکو په توګه ګډون لري. اوسمهال، هند د دغه سازمان د اجرایي شورا ریاست پر غاړه لري.

Back to top button