کابل ښار کې د کورونو پلټنې بیا پيلېدل؛ د پنجشېر شپږ اوسېدونکي ونیول شول

۸صبح، کابل: کابل ښار کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ښار کې د کورونو پلټنې له بیا پيلېدو خبر ورکوي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د کورونو پلټنه پنجشنبه د زمري پر ۲۰ ماسپښین د کابل ښار په ګذرګاه او دهمزنګ سیمو کې پيل کړې او د همدې ورځې تر ماښامه یې دوام درلود.

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو کابل ښار کې د کورونو په پلټنه کې د پنجشېر ولایت د درې ولسوالۍ دره عبدالله خېل او پوجاوه شپږ تنه اوسېدونکي نیولي دي.

سرچینې زیاتوي، چې نیول شوي کسان ملکیان دي او له هېڅ ډلې سره اړیکه نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرچینو په خبره طالبانو په کابل ښار کې د کورونو پلټنه د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ پوجاوه سیمه کې د طالبانو پر پوستو د مقاومت جبهې له توغندویي بریدونو وروسته پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې روان کال په پسرلي کې طالبانو په کابل ښار کې د کورونو پلټنې پيل کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button