د نړیوال جام په لومړي پړاو لوبو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې سیالې لوبډلې په ډاګه شوې

۸صبح، کابل: د نړیوال جام ۲۰ اوریزو لوبو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سیالې لوبډلې په ډاګه شوې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا سه‌شنبه د چنګاښ پر ۲۸ د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام د لومړي او دویم پړاو سیالیو لپاره په څلورو ګروپونو کې لوبډلې اعلان کړې.

د دغه اعلان له مخې افغانستان په لومړي ګروپ کې دی او د استرالیا، انګلستان او نیوزلنډ له کرکټ ملي لوبډلو سره به د سیالۍ ډګر ته وځي.

Back to top button